CRI Online

امريکا د تندلارۍ ضد په چارو کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 18:57:25

په دې وروستيو ورځو کې د لا نجو پوهنتون د منځنۍ اسيا انسټيټيوټ، د دولتي امنيت د څيړنې مرکز څيړوونکو تر دې سرليک لاندې يو څيړنيز راپور خپور کړ چې امريکا د تجزيې ضد په چارو کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي.

امريکايي چارواکي له هر څه د مخه پر دې ټينګار کوي چې د دغه هېواد اتحاد د بشري حقوقو ساتنې په پرتله ډېر مهم دی او غواړي د هېواد په دننه کې د تجزيې په وړاندې مشکلات حل کړی، خو د افريقايي الاصلا امريکايانو د بشري حقوقو د ساتنې مسئله نه حل کوي. امريکا د بشري حقوقو ساتنه يوه وسيله ګرځولې او په همدې پلمه په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي. امريکا د دغه هېواد د اتحاد او يووالي د ساتلو او د نورو هېوادونو د تجزيې ضد مسئلو کې يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه کوي. مکسيکو، ګلومبيا، پاناما ټول د امريکا لخوا د تجزيه کولو هدفونه وو. امريکا يوه خوا د بريتانيې، هاسپانيې، فرانسې او کاناډا په شمول ملګرو هېوادونو کې د تجزيې ضد د مبارزو ملاتړ کوي، بله خوا د روسيې، يوګوسلاويا، عراق، چين او ايران په شمول سيالو هېوادونو کې د بيلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او د نورو هېوادونو د خاورو او ملي حاکميت بشپړتيا زيانمنوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای