د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وين بين د نومبر په لسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل څوک دې د په زور ديموکراسۍ خولۍ د چين پر سر نه ږدي. چين له کاناډا څخه غوښتنه وکړه چې د هوا وې شرکت د مرستيالې رئيسې منګ وان جو د قضيې بنسټيزو لاملونو ته سم وګوري او د حقيقت په پټولو مسئله نه شي حل کېدای.
د کاناډا صدراعظم جوستين تروديو د روانې مياشتې په نهمه نېټه په يوه غونډه کې وويل چين په خپله خوښه د کاناډا اتباع نيولی او په تهديد ديموکراتيک کار کوي. وانګ وين بين په دې اړه وويل چې د کاناډا دغه اتباع د چين د قانون ساتنې ادارې لخوا د چين ملي امنيت ته د زيانونو رسولو او د جرم له امله نيول شوی او محکمه شوی دی. خو منګ وان جو په کاناډا کې له هيڅ قانون څخه سرغړونه نه ده کړې او بې دليله په کاناډا کې د څه دپاسه اووه سوو ورځو لپاره بندې شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |