CRI Online

شي جين پينګ: چين به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د کوويد-۱۹ ضد د واکسين اړتياوې تر نظر لاندې ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 19:08:15

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د لسمې نيټې په ماښام په بېجينګ کې په انلاين ډول د شانګهای د همکارۍ سازمان په شلمه انلاين سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ وويل بېلا بېل هېوادونه بايد د وقايې او کنټرول په مټ کوويد-۱۹ ويروس کنټرول او مخنيوي يې وکړي، په نورو هېوادونو کې بايد د دغو کارونو د هلوځلو ملاتړ وکړي، د دغې وبا د مخنيوي په يار دې د نظارت کارونه پياوړي کړي، د ساينس څيړنېز کارونه دغه زيات کړي او د ناروغۍ د وقايې او درملنې په شمول ځينو ساحو کې دې همکارۍ ټينګې او زياتې کړي. چين د دغه سازمان له غړو څخه غوښتنه کوي چې د دغې ناروغۍ د کنټرول مرکزونو تر منځ اړيکې ټينګې وساتي. چين به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د کوويد-۱۹ ضد د واکسين اړتياوې تر نظر لاندې ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای