CRI Online

د چين د درېيمې دورې نړيوال وارداتي نندارتون پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 19:33:44

د چين د درېيمې دورې شپږ ورځنی نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په لسمه نېټه پای ته ورسيد.د چين د وارداتي نندارتون د ادارې مرستيال سون چنګ های د ياد نندارتون د پای په ناسته کې وويل چې که څه هم په ګرده نړۍ کې د کوويد ۱۹ وبا لاهم روانه ده، خو په دې نندارتون کې د ګډون کوونکو همکاريز نيت څرګند شوی او د لاسليک شويو قرردادونو ارزښت يې ۷۲ ميليارډو او ۶۲۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېرې دورې نندارتون په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه يو زيات دی.

سون چنګ های وويل چې په دې نندارتون کې مشتريانو او نندارچيانو ته ۴۱۱ نوی توليدات، تخنيکونه او خدمتونه وړاندې شوي وو او پکې د پنځه سوو غښتلو او سترو تصديو د ګډون انډول په سلو کې اتیا و.د چين څو وزارتونو او ادارو د مالياتو، ګمرکاتو او بازار په اړه ځيني امتيازي تګلارې غوره کړي چې ګډون کوونکي ترې ګټې اخيستې شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای