د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په لسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه بنده او پر چيني چارواکو لګېدلي بنديزونه دې لغوه کړي.
د خبر له مخې دا چې په هانکانګ کې د دولتي امنيت د ساتلو قانون پلی کيږي او په مقابل کې يې امريکا پر نورو څلورو چيني چارواکو د بنديزونو پرېکړه کړې ده. وياند وانګ ون بين د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځوابونو کې په اشارې سره وويل چې امريکايې چارواکي د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي چې د دوی دا کړنې له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو سره په ټکر کې دي او څرګنده سرغړونه کوي. چين د دوی کړنې غندي او ټينګ مخالفت يې کوي. چين يو قانوني نظام لرونکی هېواد دی او د هانکانګ خاصې اداري سيمه يوه قانوني ټولنه ده چې پکې قوانين اجرا او مجرمينو ته سزا ور کول کيږي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |