CRI Online

چين د بهرنيو ځواکونو له خوا د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت کوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 19:42:46

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د لسمې نيټې په شپه په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د شورا په شلمه ويډيويي غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه.

هغه پر دې ټينګاروکړ چې مونږ باید د اړوندو هېوادونو له خوا له قانون سره سم د خپلو کورنيو سياسي اجنډاوو له پلي کولو څخه ټينګ ملاتړ وکړو، د سیاسي امنيت او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره دې د دې سازمان له بېلا بېلو غړو هېوادونو څخه ټينګ ملاتړ او د بهرنیو ځواکونو له هغې کړنې سره ټينګ مخالفت وکړو چې په هره پلمه د ياد سازمان د غړو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای