CRI Online

د چين په نړيوال وارداتي نندارتونونو کې ترلاسه شويو برياليتوبونو د اقتصادي اړيکو د محدودولو نظريو ته ماته ورکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-11-11 11:54:25
د چين په نړيوال وارداتي نندارتونونو کې ترلاسه شويو برياليتوبونو د اقتصادي اړيکو د محدودولو نظريو ته ماته ورکړې

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې د ۷۲.۶۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک شوي چې دغه شمېر د تېر کال په نسبت ۲.۱ سلنه زيات شوی. ويل کېږي چې په سږني نندارتون کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي او دا يې تاييد کړې چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون نړيوال د عامه راکړې ورکړې بازار ګرځېدلی او د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته يې د سوداګريزو معاملو زمينه يو ځل بيا برابره کړې ده.

د ۷۲.۶۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز تړونونه ښيي چې د چين بازار په نړۍ کې تر ټولو لوی ستر پټ توان لرونکی بازار دی. برسيره پر دې، د چين د پرمختګ په بهير کې نوښتي چارو ته ډېره پاملرنه شوې او ډېر مهم رول يې لوبولی، دا د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره د خوشحالی خبر دی. په سږني نندارتون کې د بهرنيو هېوادونو ۴۱۱ نوي توليدات، نوې تکنالوژۍ او نوي خدمتونه نندارې ته وړاندې کوي.

د يادولو وړ ده چې چين ورخلاصون ته دوام ورکړی او د نړۍ د ورپرانيستی اقتصاد د جوړولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې، د چين دغه کوښښونه د نړيوالې ټولنې لخوا منل او ستايل شوي. که څه هم د يواړخيز نظام او د خپل اقتصاد ساتونکې غوښتنې په شمول عواملو پر نړيوال اقتصاد منفي اغېزه کړې، خو چين تل پر دې ټينګار کړی چې د بېلا بېلو هېوادونو د ورخلاصون او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا تمايل نه دی بدل شوی. چین به د عصري سوسيالستي ټولنې د جوړولو نوې پړاو پيل کړي او په راتلونکی کې به د نړيوال وارداتي نندارتون په شان نړۍ ته لا زيات فرصتونه برابر کړي، او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د محدودېدو او پرې کېدو په اړه ويناوې به هرومرو د دروغ ثابتې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای