CRI Online

د روسيې او ترکيې ولسمشرانو ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-11-11 11:58:30
د روسيې او ترکيې ولسمشرانو ټليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د نومبر په ۱۰مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو په ناګورونو قره باغ سيمه کې د تاوتريخوالي ختمولو او د سوريې وضعيت په شمول د ځينو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې.

پوتين اردوغان ته د روسيې، اذربايجان او ارمنستان د مشرانو لخوا په ناګورنو قره باغ سيمه کې د اوربند تړون د لاسليکېدو په اړه توضحات ورکړی. اردوغان د روسيې د کوښښونو ستاينه وکړه او و يې ويل، ياد تړون په ياده سيمه کې په بشپړه توګه د تاوتريخوالي ختمولو لپاره ښه بنسټ ګڼل کېږي.

دواړو مشرانو د سوريې وضعيت او د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په اړه هم بحثونه وکړل. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای