د شانګهای همکارۍ سازمان شلمه سرمشريزه غونډه د نومبر په ۱۰مه نېټه په انلان ډول ترسره شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پکې مهمه وينا وکړه. د يو شمېر هېوادونو کارپوهانو وويل، د شي جين پينګ وينا د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره لوری روښانه کړې او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا لپاره يې حياتي ځواک برابر کړی دی.
د روسيې د علمي اکاډمۍ د څېړنيزې ادارې د لومړې کچې څېړونکي ولادمير پيتروسکي وويل، د څلورو ګډو ټولنو د جوړولو په اړه د شي جين پينګ وړانديز له ننګونو سره د ياد سازمان د غړو هېوادونو د ګډې مقابلې لپاره ګټور دی. دغه سازمان له جوړېدو راهيسې د غيردوديزو امنيتي ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې فعال رول لوبولی دی. په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ په نړۍ کې چټک خپرېږي، د دغه سازمان په دننه کې د همکارۍ مهموالی لا څرګند شوی دی.
د پاکستان د باهاودين زاکريا پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې پروفيسر عمرفاروق وويل، د کوويد-۱۹ تر خپرېدو وروسته ځينو هېوادونو د خپلو ګټو لپاره دغه ويروس سياسي کړی او دا ډېره د خواشينۍ وړ خبره ده. واقعيتونه ښيي چې همکارۍ له دغه ويروس سره د مقابلې لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده. د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه د چين وړانديز د ياد سازمان د غړو هېوادونو د پرمختګ له ستراتيژيو سره په سمون خوړلو سره دغو هېوادونو ته د دوامداره پرمختګ فرصت برابر کړی او د دغو هېوادونو د اقتصاد احيا لپاره ګټور دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |