CRI Online

د چين د لوړې او نوې تکنالوژۍ ۲۲م نړيوال نندارتون به په شن جن ښار کې ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-11 15:12:06
د چين د لوړې او نوې تکنالوژۍ ۲۲م نړيوال نندارتون به په شن جن ښار کې ترسره شي

د چين د لوړې او نوې تکنالوژۍ ۲۲م نړيوال نندارتون به د نومبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په شن جن ښار کې په انلاين او افلاين ډول ترسره شي. په ياد نندارتون کې ۲۴ هېوادونه او نړيوال سازمانونه په افلاين ډول او ۲۹ هېوادونه او نړيوال سازمانونه په انلاين ډول ګډون کوي. د لوکزامبورګ ،مونتينيګرو، اسلاونيا او يوراګوی په شمول ځيني هېوادونه په لومړي ځل په دغه نندارتون کې برخه لري.

د دې نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مرستيال د نومبر په ۱۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، دغه نندارتون د تکنالوژۍ خپل ژوند بدلولو او نوښت پرمختګ هڅولو تر عنوان لاندې ترسره کېږي او د تکنالوژۍ د نوښت سويې د لوړتيا، د نړيوالې تخنيکي او اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا او له ننګونو سره د مقابلې توان د زياتېدو لپاره به فعال رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای