CRI Online

د جاپان لومړي وزير يوشيهيدي سوګا د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-11-26 11:09:56

د جاپان لومړي وزير يوشيهيدي سوګا د نومبر په ۲۵مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه توکيو کې د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي په دې ليدنه کې له نوموړي سره وويل، چين به له جاپان سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د داسې نوي ډول اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښ وکړي چې د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون ولري، دواړه خواوې به له دې لارې خلکو ته ګټې ورسوي او د خپلمنځي اړيکو د عادي کېدو د ۵۰ کليزې د يادونې لپاره به ټيڼګ بنسټ برابر کړي. چين او جاپان بايد تر هر څه لومړی، واقعي متقابل اعتماد جوړ کړي او هر اړخيزې همکارۍ دې پرمخ يوسي، دوهم، دواړه هېوادونه بايد د ازادې تجارتي سيمې د جوړېدو په ګډون سيمه ييزې همکارۍ چټکې کړي، درېيم، دواړه هېوادونه بايد د نړيوالې ادارې اصلاحاتو ته وده ورکړي، څو د نړيوال کېدو بهير د لا خلاصون پر لوري روان شي.

يوشيهيدي سوګا وويل، د جاپان نوې کابينه د جاپان او چين تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، موږ هيله لرو چې له چين سره متقابل اعتماد پياوړی کړو او خپلمنځي اړيکو ته وده او پرمختګ ورکړو، جاپان غواړي چې د توکيو د اولمپيک دوبنيو لوبو او د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو په برياليتوب تر سره او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د عادي کېدو د ۵۰ کليزې د يادونې لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای