CRI Online

د ٢٠١٠ کال د چين نړيوال پولي نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2010-09-27 09:55:19

د ٢٠١٠ کال د چين نړيوال پولي نندارتون د روانې مياشتې په نهمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د دغې دورې نندارتون د چين او اسيا په پولي ساحه کې د تر ټولو اغېزمن نندارتون په توګه ٢٠٠ چيني او بهرنۍ تصدۍ راجلب کړې دي. د دغې دورې نندارتون به د څلورو ورځو لپاره دوام ولري او پکې به د برخوالو سوداګرانو شمېر د تېرې دورې په پرتله ډېر زيات شي. په دغه نندارتون کې ګډونکوونکيو سوداګرانو وګړيو ته د اسانتياوې د برابرولو لپاره د پولي خدمتونو يو لړ نوی تخنيکونه او توليدات خپاره کړي دي.

د چين نړيوال پولي نندارتون د چين د خلکو بانک او د چين د پولي او برېښنايي کېدو شرکت له خوا جوړ شوی او ١٨ کلن تاريخ لري. د دغې دورې د نندارتون عمده موضوع يو ځای کېدل، د نوښتونو رامنځته کول او په ثابته توګه اداره ده. په دغه نندارتون کې به د بانکي تخنيکونو او سامانونو نندارتون، د چين د پولي خدمتونو او د چين د پولي پرمختګ فورم هم تر سره شي او موخه يې دا ده چې د نړيوال پولي بحران له خپرېدو وروسته به د چين د پولي چارو پر وړاندې فرصتونه او ننګونهو ته اشاره وشي او له دغه بحران سره د مقابلې لپاره به نوې لارې چارې ولټول شي.

د چين د خلکو بانک د مشر مرستيال ښاغلي لي دونګ ژونګ په همدې ورځ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل:

د چين نړيوال پولي نندارتون هغه ډګر دی چې پکې په هراړخيز ډول تر ټولو نوی او پرمختللي مالومات، تخنيکونه، توليدات او د پولي مالوماتي کېدو د ابادۍ او نوښتونو د رامنځته کولو په ساحو کې د چين برياليتوبونه نندارچيانو ته څرګندېږي. له اتلسو کلونو راهيسې دغه نندارتون په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د پولي مالوماتو او تخنيکونو او د پولي خدمتونو په اړه تر ټولو لوی نړيوال نندارتون په توګه ګرځېدلی چې د چين د پولي مالوماتي کېدو د پرمختګ او په نړۍ کې د چين د پولي چارو مقام د ټينګتيا او لوړتيا په ساحو کې يې مهم خدمتونه کړي دي.

د پولي تخنيکونو نژدې ٢٠٠ چيني او بهرنيو تصديو، او پولي خدمتونو نژدی ٤٠ اورګانونو د دغې دورې په نندارتون کې ګډون درلودلی دی. د چين د نړيوال پولي نندراتون د تشکيلاتي کمېټې د دفتر مشر ښاغلي جو جيان چيانګ وويل، د دغې دورې په نندارتون کې د ګډون کوونکيو شمېر د پخوا په پرتله ډېر زيات شوی چې ورڅخه څرګندېږي چې د چين پولي چارې په ثابته توګه پرمختګ کوي. ښاغلي جو جيان چيانګ وويل:

سږ کال په نندارتون کې د برخوالو سوداګرانو شمېر د تېر کال په پرتله ډېر زيات شوی دی او د چين پر اقتصاد د وګړيو باور ترې څرګندېږي. برخوال سوداګران وګړيو ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره خپلې بېلا بېلې لارې چارې او تخنيکونه څرګندوي.

وګړيو ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره يو لړ پولي خدمتونه د دغې دورې د نندارتون يوه مهمه برخه ده. د چين په مالوماتي کېدو سره په دغه هېواد کې ډېر عام وګړي د بانکي کارډونو، کريډيت کارډونو، انټرنېټ او ګرځنده تليفونونو له لارې بيلونه ورکوي. د شمېرنې له مخې، تېر کال په يادو شويو لارو د ورکړل شويو بيلونو ارزښت ٦٠٠ مليونو يوانو ته رسېدلی او د اټکل له مخې به دغه شمېر د روان کال تر پايه پورې له ١٠٠٠ مليونو يوانو څخه واوړي.

د لا کا لا برېښنايي بيل ورکولو تخنيکونو او خدمتونو شرکت د دوهم ځل لپاره د چين په نړيوال پولي نندارتون کې ګډون کوي. د دغه شرکت اجرائيوي مشر ښاغلي سون تاو ژانګ وويل، هره مياشت د دغه شرکت د معاملو ارزښت لس سلنه زياتېږي. دوی به د روان کال په پای کې د چين په عمده ښارونو کې وګړيو ته د اسانتياوو د برابرولو يوه خدمتي شبکه جوړه کړي او له امله به يې وګړي په مارکيټونو، درملتونونو، بانکونو، دفترونو او کورنو کې بيلونه ورکولای شي. ښاغلي سون تاو ژانګ زياته کړه، د بهرنيو هېوادونو په پرتله دغه کار په چين کې يوازې د پيل په مرحله کې دی او د پرمختګ ښه راتلونکې لري.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای