CRI Online

د اقتصاد په نړيوال فورم کې ګډون کوونکي دواملرونکی پرمختګ ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2010-10-22 15:38:48

د اقتصاد نړيوال فورم د ٢٠١٠ کلنۍ غونډه د تېرې مياشتې په دوهمه لسيزه کې د چين په شمال تيان جين ښار کې تر سره شوه. په دغه فورم کې ګډون کوونکيو دغې مسئلې ته پاملرنه کړې ده چې په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد راتلونکی څرګند نه دی، په کوم ډول د اقتصاد پرمختګ او دواملرونکی پرمختګ وساتل شي؟

د دواملرونکی پرمختګ د يادونې په وخت کې، ډېر کسان چې له چاپيريال ساتنې سره مينه لري، په لومړی ډول فکر کوي چې سرچينې او چاپيريال بايد په ښه ډول وساتل شي او د انسانانو او طبيعت ترمنځ هوساينه او يووالی بايد تر سره شي. خو د اقتصاد پوهانو په اند دواملرونکی پرمختګ ډېرې ماناګانې لري. د نستل شرکت مشر ښاغلي پيتر برابېک وويل، د دواملرونکی پرمختګ په اړه مسئلو کې نه يوازې د چاپيريال ساتنې، بلکې د ټولنې او اقتصاد دواملرونکی پرمختګ هم شامل دی. د تصديو خاوندانو لپاره د اقتصاد دواملرونکی پرمختګ د پاملرنې وړ دی او دغه پرمختګ بايد چاپيريال ته زيانمن نه شي. ښاغلي پيتر برابېک وويل:

اقتصاد، ټولنه او چاپيريال د دواملرونکی پرمختګ درې لازمې برخې دي. د شرکتونو او تصديو د خاوندانو لپاره د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ ساتنه د دوی لومړۍ دنده ده. د اوبو، انرژۍ او خوراکونو په شمول د چاپيريال په برخه کې د اوبو اهميت لومړی مقام نيسي. که له دغو سرچينو څخه د ګټې اخيستنې په اړه زموږ اوسني نامقعولې لارې لا بدل نه شي، نو دغه سرچينې به په مداومه توګه نه شي کارېدای.

شک نشته چې د نوی انرژۍ کارول د دواملرونکی پرمختګ د پرمخبيولو يوه ضرورۍ لار ده. شين اقتصاد او د پرمختګ شينې لارې به وګړيو ته ډېر کاري فرصتونه برابر کړي او د اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو ترڅنګ به راتلونکي نسلونه له ګواښونو څخه وساتي. د انرژۍ په برخه کې کارپوهانو چې په دغه فورم کې ګډون کړی دی، د ټولنې له وګړيو څخه غوښتنه کړې ده چې د لمر، باد او د اټوم له انرژۍ څخه ګټې اخيستل شي.

د چين په نزد مرکزي حکومت اوس په عمومي او ستراتيژيکي لحاظه کې د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا د لارو چارو او د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو په اړه داسې دندې ترتيبوي: د ساينس او ټېکنالوژۍ په ساحو کې د نوښتونو د رامنځته کولو له لارې بايد اقتصادي جوړښتونه مناسب شي، د انرژۍ او سرچينو د سپمولو او د چاپيريال ساتنې لپاره بايد صنعتي جوړښت، د توليد او د پيسو لګښت لارې چارې جوړې شي تر څو په بنسټيزه توګه د اقتصادي پرمختګ کيفيت لوړ او د هېواد د سيالۍ توان پياوړی شي.

په دغه فورم کې د ډېرو تصديو خاوندانو او اقتصاد پوهانو په اند، د دواملرونکي پرمختګ د تر سره کېدو لپاره بايد هم ډېر بااستعداد کسان وروزل شي.د دغو کسانو روزنه د پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېر اهميت لري. د هند د يوې تصدۍ مسؤل ښاغلي هاري بارتيا وويل:

د هند د خوراکونو د توليد او پلورنې په ساحو کې ډېر کاري فرصتونه شته، خو هر کال د شل سلنې کارکوونکي له دغو چارو څخه لاس اخلي. په سلو کې د ٨٨ برخې کسان له پوهنځيو څخه له فارغ وروسته سمدلاسه ټولنې ته داخليږي. دوی به په کوم ډول اړوند توان تر لاسه کړي؟ نو موږ دوی ته دری مياشتنۍ روزنه برابره کړې چې له امله به يې ښه تخنيکونه تر لاسه کړي او دغه عمل به د اړوندو ساحو او ټولې ټولنې لپاره ګټور وي.

د امريکا د ديوک انرژۍ شرکت مشر ښاغلي جامس روجيرس اوس په خپل شرکت کې د لمسيانو لپاره پر يوې پروژې پيل کوي.

زموږ د شرکت هره پريکړه او عمل د دواملرونکي پرمختګ پر بنسټ دی. ډېرې پريکړې د لنډې او اوږدې مودې له ګټو سره اړيکې لري او پر دواملرونکي پرمختګ به مهمې اغېزې وکړي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای