CRI Online

چين د انرژۍ سپمولو او ناپاکو ګازو د ايستنې اندازې د کمښت په برخه کې مهم خدمتونه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2010-10-22 15:43:27

سږ کال د اقليمي بدلون په اړه د م م څلورمه غونډه لنډه موده دمخه د چين په شمال تيان جين ښار کې تر سره شوه. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د مشر مرسيتال شيه جن هوا له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چين د انرژۍ سپمولو او ناپاکو ګازو د ايستنې اندازې د کمښت په برخه کې ښکاره برياليتوبونه تر لاسه کړي چې له نړيوال اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. د نړۍ بېلا بېل هېوادونه بايد ګډې هڅې وکړي تر څو چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې موخه ژر پوره شي.

په دغه غونډه کې د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون او د کيوتو پروتوکل د ١٧٧ لاسليکوونکيو، څېړونکيو، د م م اړوندو اورګانونو، حکومتي او غيرحکومتي اورګانونو نژدې ٣٠٠٠ زرو تنو له نړيوال اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه بحث وکړ. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې د مشر مرستيال شيه جن هوا له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چين په دې وروستيو کلونو کې د ناپاکو ګازو د ايستنې اندازې د کمښت موخه وړاندې کړې چې له امله يې د شنو خونيزو ګازو د ايستنې اندازه تر زياتې اندازې پورې کمه شوې ده. چين د انرژۍ سپمولو، بيا رامنځته کېدونکي انرژۍ او پرمختلونکی اقتصاد د هڅولو په شمول يو لړ قوانين هم خپاره کړي دي. بر سېره پردې به په چين کې د انرژۍ سپمولو، چاپيريال ساتنې او د نوی انرژۍ موټر په شمول د ٧ نوی ډولو چارو له پرمختګ سره مرستې وشي. چين هم اعلان کړی چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به د چين د GDP په يو واحد کې د کانو د ايستنې اندازه د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې ٤٠ يا ٤٥ کمه شي. ښاغلي شيه جن هوا وويل:

په دې وروستيو څلورو کلونو کې مو هغه يو شمېر فابريکې بندې کړې دي چې ډېرې انرژۍ کاروي او چاپيريال ته ککړتيا رسوي. که څه هم دغه دنده ستونزمنه ده، خو په ښه توګه مو پوره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چين د يو پرمختيايي هېواد په توګه بايد خپل اقتصاد پرمختګ پرمخ بوزي، د وګړيو ژوند ښه کړي او له اقليمي بدلون سره مقابله وکړي. د بېلا بېلو فشارونو پر وړاندې د صنعتي او ښاري کېدو په بهير کې د شينو خونيزو ګازو رامنځته کول يو ضروري کار دی. خو چين اوس د دغو ګازو د ايستنې اندازې د کمښت لپاره هڅې کوي. ده وويل، له اقليمي بدلون سره مقابله د پرمختلليو او پرمختيايي هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

که پرمختللي هېوادونه ډېرې پيسې او تخنيکونه برابر کړي، نو له اقليمي بدلون سره په مقابله کې به ډېر خدمتونه وکړي. که پرمختللي هېوادونه په لومړی ډول د ناپاکو ګازو د ايستنې اندازه کمه کړي، نو دوی به پرمختيايي هېوادونو ته د دغو ګازو د ايستنې نوره لويه فضا برابره کړي. چين به د يو پرمختيايي هېواد په توګه د انسانانو د ګټو او د انسانانو د اوږدې مودې د پرمختګ لپاره تر خپلې وسې پورې خدمتونه تر سره کړي. په دې کې هيڅ شک نه شته.

د ښاغلي شيه جن هوا په اند، دغه غونډه د روان کال د کوپنهاګن له غونډې وروسته څلورمه او د کانکون له غونډې مخکې وروستۍ غونډه ده. که څه هم د کوپنهاګن په غونډه کې هغه تړون لاسليک شو چې هيڅ قانوني اثر نه لري، خو که د کوپنهاګن له غونډې څخه تجربې زده کړې او د لاسليکوونکيو هېوادونو رول ولوبول شي، نو د بېلا بېلو خواوو د منلو وړې ګډې نظرې به هرومرو تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای