CRI Online

د لوېديځ چين په اړه نړيوال نندارتون د چين او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې همکارۍ ته ښه شرايط برابروي

cri     (GMT+08:00) 2010-11-17 16:51:20

د لوېديځ چين په اړه د ١١مې دورې نړيوال نندارتون د اکتوبر د ٢٢مې نېټې په سهار د چين په جنوب لوېديځ چېنګ دو ښار کې پرانيستل شو. دغه نندارتون د چين په لوېديځ کې د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې د يو ډګر په توګه د ٤٤ هېوادونو او سيمو ٣١٠٠ تصدۍ راجلب کړي دي او د اټکل له مخې به په دغه نندارتون کې د لاسليک شويو پروژو عمومي ارزښت له ٧٠٠ مليارډو يوانو څخه اوښتی وي. د چين په دننه او بهر سوداګران هيله لري چې د دغه نندارتون له لارې د همکارۍ فرصتونه پيدا کړي. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه مالومات وړاندې کړو.

زه اعلانوم چې د لوېديځ چين په اړه د ١١مې دورې نړيوال نندارتون پرانيزي!

د چين د صدراعظم مرستيال وانګ جي شان د دغه نندارتون د پرانيستونکو مراسمو مشري وکړه. په دغه پنځه ورځنۍ غونډه کې په عمده توګه د مې ١٢مې نېټې د ون چون ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د بيا ابادۍ برياليتوبونه، د چين په لوېديځ کې غوره چارې او بازاري غوښتنې څرګندې شوې. د نندارتون په عمده ځای کې د نړيوالې همکارۍ نندارتون، د چين په لوېديځ کې د ستر پرمختګ نندارتون، د لوړو او پرمختلليو تخنيکونو نندارتون او د غوره چارو نندارتون شامل وو او د نندارتون عمومي پراخوالی ١٦٠ زرو مربع مترو ته ورسېد. د لاوس، نيپال، زيمبابوې، ويتنام او کمبوديا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو څه دپاسه ٤٠ تنو حکومتي چارواکيو په دغه نندارتون کې ګډون درلودلی دی. د دغه نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مشر ليو چي باو د دغه نندراتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل:

د

پرمختګ، ورخلاصون او ګډو ګټو په عمده موضوغ دغه نندارتون کې به د پانګونې او سوداګريزې همکارۍ پر رول ټينګار وشي. ٦٠ زره تنه مېلمانه او سوداګران به پکې ګډون وکړي چې دغه شمېر د تېرو دورو په پرتله ډېر زيات دی. بر سېره پردې به د دغه نندراتون د نړيوال او مسلکي کېدو کچه تر زياتې اندازې پورې لوړه شي.

په دغه نندارتون کې د بهرنيو تصديو د ګډون کوونکيو شمېر او د نندارتون ځای پراخوالی د ټولو په سلو کې ٣٠ برخه نيولې ده. د انټر، هونډا، هيتاچي او توشيبا په شمول څه دپاسه شل مشهور نړيوال شرکتونه په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. د سمسانګ د پانګونې شرکت د لوېديځې سيمې مشر هانګيو کيم وويل:

لکه چې ټولو ته څرګنده ده چې د چين حکومت په لوېديځه سيمه کې د ستر پرمختګ تګلاره پلې کړې او چېنګ دو ښار د لوېديځې سيمې يو مرکز دی. زه باور لرم چې لوېديځه سيمه به هرومره د چين د اقتصاد په چټک پرمختګ کې خپل مهم رول ولوبوي. د روان کال د فبرورۍ په پای کې مې چېنګ دو ښار ته سفر کړی او د دغه ښار د اقتصاد ډېر چټک پرمختګ مې احساس کړی دی. د چين په لوېديځ کې پرمختګ ښه راتلونکې لري چې دا زموږ شرکت لپاره يو ښه فرصت دی. نو موږ په دغه دوره نندارتون کې ګډون کوو.

دغه نندارتون نه يوازې بهرنيو هېوادونو ته په چين کې د سوداګريزو فرصتونو د لټولو ډګر برابر کړی، بلکې چيني تصديو ته يې هم هغه ښه فرصتونه برابر کړي چې په نورو هېوادونو کې پرمختګ وکړي.

په دغه نندارتون کې د سوداګريزې همکارۍ، د پانګونې هڅولو او ډيپلوماټيکو خدمتونو په شمول ٨٥ فعاليتونه تر سره شوي دي. د اټکل له مخې به په دغه نندارتون کې د لاسليک شويو پروژو عمومي ارزښت له ٧٠٠ مليارډو يوانو څخه اوښتی وي. د دغه نندارتون په ترڅ کې د چين او لاتينې امريکا د تصديو خاوندانو ترمنځ سرمشريزه غونډه، د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د همکارۍ غونډه هم تر سره شوه.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای