CRI Online

چين د انرژۍ سپمولو او د ګازو د ايستنې اندازې د کمښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2010-11-25 16:46:10

د چين حکومت د ٢٠٠٦ کال په پيل کې د انرژۍ سپمولو او د ګازو د ايستنې اندازې د کمښت هغه موخه وټاکله چې د ٢٠١٠ کال تر پايه پورې به د واحد GDP سره سم د انرژۍ د کارونې اندازه د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې شل کمه شي او د عمده ککړو شيانو د ايستنې اندازه په سلو کې لس کمه شي. له پنځو کلونو راهيسې د انرژۍ سپمولو او د ګازو د ايستنې اندازې د کمښت په اړه د عامو وګړيو پوهې زياتې شوې او اړوند کارونه د درندو صنايعو چارو او د وګړيو د عام ژوند په شمول بېلا بېلو ساحو کې شامل شوي دي.

په بېجينګ ښار کې په يو يوان د برېښنا سپمونې د يو څراغ لګولوفعاليت تر سره کېږي. په دغه ښار کې يو اوسېدونکي وانګ يان وويل:

زما په کور کې د برېښنا سپمونې څراغونه زموږ د استوګنې سيمې له خوا راکړل شول او تر اوسه پورې دغه څراغونه د يو کال لپاره په ښه ډول کارول شوی دی.

دا يوازې يوه بېلګه ده. په رښتينۍ توګه چين په تېرو پنځو کلونو کې د يو ټيټ کاربن لوونکي چاپيريال او ټولنې د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د چين په بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو کې په تلويزيوني پروګرامونو کې وګړيو ته هغه مالومات وړاندې کېږي چې بايد د برېښنا سپمونکي څراغونه وکاروي. د ګرځنده تليفون شرکتونه د لنډ ليکلی پيغامونو په استولو سره د موبايل تليفون کارونکيو ته په وړيا توګه د ايرکنديشن د برېښنا سپمونې معلومات ورکوي. بر سېره پردې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې چې لنډه موده دمخه پای ته ورسېده، نژدې په ټولو نندارتونو کې د ټيټ کاربن په اړه مالومات وښودل شول. د چين حکومت هيله لري چې نندارچيان د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ټيټ کاربن د خپريدا په اړه نظريه ومني.

د چين د رسمي شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٩ کال تر پايه پورې په بېجينګ او تيان جين ښارونو کې د چين په يوولسم پنځه کلن پلان کې د انرژۍ سپمولو په باب ټاکل شوې موخې پوره شوې دي. د بېجينګ د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د سرچينوسپمونې او چاپيريال ساتنې د څانګې مرستيال ښاغلي جيا جيان تينګ وويل:

موږ په عمده توګه د انرژۍ د کارونې انډول د لوړتيا لپاره او د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو د بدلولو لپاره هڅې کوو. موږ د بېجينګ د اقتصاد او ټولنې د هراړخيز او دواملرونکي پرمختګ لپاره هڅې کوو.

جيا جيان تينګ زياته کړه، په دې وروستيو کلونو کې د بېجينګ ښار د انرژۍ سپمولو او د ګازو د ايستنې اندازې د کمښت لپاره د صنعتي جوړښت تنظيمولو خدمتونه ډېر وو. څه دپاسه سل تصدۍ چې ډېرې ککړتياوې رسوي او ډېره انرژي کاروي، تړل شوي دي چې له امله يې د بېجينګ ښار د انرژۍ سپمولو او د ګازو د ايستنې اندازې د کمښت انډول له ٨٠ سلنې څخه اوښتی دی.

هغه موټرونه اوس په چين کې ډېر توليديږي چې انرژۍ سپموي او نوې انرژۍ کاروي. په دې وروستيو دوو کلونو کې د دغو موټرونو د پلورنې اندازه په پرله پسې توګه لوړه شوې ده، خو چاپيريال ته د ککړتيا رسولو په شمول يو شمېر اندېښنې هم د پاملرنې وړ او پر ځای دي. په دې هکله چين سږ کال د هغو موټرونو د توليدولو لپاره هڅې کوي چې انرژۍ سپموي او نوی انرژۍ کاروي. د چين حکومت د شېن جېن او شانګهای په شمول پنځو ښارونو کې وګړي دې ته هڅوي چې دغه ډول موټرونه واخلي او په دې هکله به حکومت اخيستونکيو ته پنځوس زره يوانه مرستنديه پيسې ورکړي. تېر کال د چين په ١٣ ښارونو کې د عامه خدمتونو په ساحو کې نژدی ٥٠٠٠ بسونه زيات کړل شوي او سږ کال به دغه فعاليت په نورو ٢٠ ښارونو کې هم تر سره شي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای