CRI Online

بلغاريا هيله لري چې ډېرې چيني تصدۍ په بلغاريا کې پانګونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2010-11-25 16:49:58

په دې وروستيو کلونو کې د چين او ختيځو اروپايي هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ پياوړی شوی دی. لږه موده دمخه د بلغاريا د ترانسپورټ، مالوماتي تخنيکونو او مخابراتو وزير تسويتکوف له چين څخه ليدنه وکړه او د سی ار ای راډيو له خبريال سره يې د مرکې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې ډېر چيني تصدۍ په بلغاريا کې پانګونه وکړي او بلغاريا به دغو تصديو ته تر ټولو ښه شرايط برابر کړي.

د چين او بلغاريا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ اړيکې په دې وروستيو کلونو کې ټينګې شوې دي. د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ٢٦٠ مليونو يورو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده زيات شوي دي. په دې هکله وزير تسويتکوف وويل، په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري ښه راتلونکی لري. ده وويل، چين په اسيا کې د بلغاريا د همکارۍ يو ډېر مهم ملګری دی. له چين څخه د ده د دغې ليدنې يوه مهمه موخه د چيني تصديو هڅونه ده چې په بلغاريا کې به پانګې واچوي او له دغه هېواد سره به همکاري وکړي. ده زياته کړه، بلغاريا به چيني تصديو ته تر ټولو ښه شرايط برابر کړي. ښاغلي تسويتکوف وويل:

بلغاريا به د امنيت، ماليې، د پانګونې د ضمانت په شمول د بېلا بېلو ساحو ښه شرايط چين ته برابر کړي. اوس مهال د بلغاريا د ماليې انډول په ټوله اروپا کې تر ټولو ټيټ دی او دا په سوداګريز چاپيريال کې د يوې مهمې برخې په توګه ګڼل کېږي.

وزير تسويتکوف وويل، بلغاريا د نړۍ د دوهم لوی اقتصادي ډلې په توګه د چين پر اهميت ښه پوهيږي. ښايي چې له پنځو کلونو وروسته په بلغاريا کې د چين پانګونې تر ټولو زياتې وي. تسويتکوف د بلغاريا په بېلا بېلو ساحو کې د چين د پانګونې د هرکلی ترڅنګ هغه هيله هم څرګنده کړه چې چيني تصدۍ د بلغاريا د ترافيکي بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې ګډون وکړي. ده وويل، په دغه برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ښه راتلونکی ولري.

بلغاريا اوس يو عمومی سړک جوړوي چې له پلازمينې سوفيا څخه د توررنګ سمندر غاړې تر بورګاس بندر پورې غزېدلی دی. بر سېره پردې يو شمېر اوسپنيزې لارې او بندرونه هم د اصلاح کېدو په حال کې دي. نو موږ له چين سره به دې برخو کې د همکارۍ په لټولو په کوښښ کې يو. په تېره بيا د ترافيکي بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخه کې. دا هم زما د سفر يوه مهمه دنده ده. زه يو ځل بيا چيني تصديو ته بلنه ورکوم چې په بلغاريا کې پانګونه کړي.

وزير تسويتکوف له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې د چين د ترافيکي چارو له وزير لي شان لين سره خبرې اترې. دواړو خواوو د بندرونو د جوړولو او سمندري لېږد رالېږد په اړه د نظريو تبادله وکړه او په دغو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ په اړه يې بحث وکړ. بر سېره پردې ښاغلي تسويتکوف د چين له يو شمېر اړوندو تصديو څخه هم ليدنې کړې دي.

ښاغلي تسويتکوف د سفر په ترڅ کې د چين د اوسپنيزو لارو له وزير ليو جي جيون سره د اروپا او اسيا ترمنځ عمومي اوسپنيزې لارې د جوړولو په برخه کې د همکارۍ په اړه بحث وکړ. اوس مهال چين پلان لري چې د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د عمومي اوسپنيزو لارو يوه شبکه جوړه کړي او دغه شبکه به په پای کې د اروپا د اوسپنيزو لارو له شبکې سره وتړي. چين په رسمي توګه بلغاريا ته بلنه کړې ده چې په دغه پلان کې ګډون وکړي. په دې هکله ښاغلي تسويتکوف وويل:

د چين د اوسپنيزو لارو له وزير سره د خبرو اترو په ترڅ کې دواړو خواوو په دغه ساحه کې د اوږدې مودې د همکارۍ په اړه د نظريو تبادله وکړه او په دې اړه يې بحث وکړ چې بلغاريا، چين او ترکيه په راتلونکی سپتمبر کې د همکارۍ يادښت لاسليک کړي. دغه دری هېوادونه به د ياد شوی پلان د تر سره کولو لپاره ګډې هڅې وکړي. دغه پلان د بلغاريا لپاره ډېر مهم دی او زه ډېر خوشاله يم چې چين په دغه پلان کې د بلغاريا ګډون ته بلنه ورکړې ده.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای