CRI Online

په چيني تصديو کې نوي ستراتيژيکي صنايع د پرمختګ په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2010-12-29 15:32:27

نوي ستراتيژيکي صنايع په دې وروستيو ورځو کې د چين د اقتصاد په ساحه کې يوه توده کلمه ده. په چين کې د پرمختلليو تخنيکونو د معاملې په دوولسمه نړيواله غونډه کې چې د نومبر په ٢١مه نېټه پای ته ورسېده، ډېرو تصديو خپل تازه تخنيکونه او توليدات وښودل او هيله يې درلودله چې د صنايعو د نوی پړاو د بدلون په بهير کې د پرمختګ فرصتونه تر لاسه کړي.

په نويو ستراتيژيکو صنايعو کې د انرژۍ سپمولو، چاپيريال ساتنې، نوي مالوماتي تخنيکونو، بيالوژۍ، د لوړپوړيو سامانونو د جوړولو، نوی انرژۍ، نويو موادو او د نوې انرژۍ په وسيله د موټرونو په شمول بېلا بېل صنايع شامل دي. د ډېرو وګړيو په اند، داسی صنايع د دوی له ژوند سره ډېر لېری دي. په دې هکله د چين د پرمختګ او اصلاحاتود کمېټې غړي تان سوي وويل:

د ډېرو عامو وګړيو په اند، نوي ستراتيژيکي صنايع د الوتکو په شان لوړپوري شيان دي. خو په رښتينې توګه داسی صنايع زموږ له ژوند سره نژدې اړيکې لري. د بېلګې په توګه، يوې تصدۍ هغه وړونکی جنراتور وښودلو چې د بدني تمرين په وخت کې د مصرف شوی جسمي قوت په وسيله رېښنا توليدوي څو چې د ګرځنده تليفون او MP3 بيټرۍ چارچولای شي.

ياده شوې غونډه د چين په جنوب شن جن ښار کې تر سره شوه او د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ د لومړي لوی نندارتون په توګه ګڼل کېږي. دغې غونډې د ٤٩ هېوادونو او سيمو ١٢ زرو پروژو او ٢ زرو پانګه اچوونکيو پاملرنې راجلب کړې دي.

د شن جن د ښاروال مرستيال يون باو چېنګ وويل:

په دغه غونډه کې برخوالو شرکتونو او تصديو په عمده توګه خپلې هغې ښې پروژې او پرمختللي تخنيکونه ښودلي دي چې له نويو ستراتيژيکو صنايعو سره اړيکې لري. د وزيرانو د فورم عمده موضوع نوی صنايع، نوی جوړښت، نوی پرمختګ، د نويوصنايعو پرمختګ او د نړيوالې همکارۍ وړاندوينه ده. د چين د نويو چارو بنسټ ايښودونکو په سرمشريزه غونډه کې د نويو صنايعو د فرصتونو او د حالاتو د بدلون په وخت کې د معاملې د لارو چارو په اړه بحث وشو.

د چين د الکترونيکي کتابونو جوړونکي د هان وانګ د ساينس او ټېکنالوژۍ شرکت په دغه غونډه کې د لوستلو يو نوې ډول رنګه اله وښودله. د دغه شرکت د مسؤل په اند، الکترونيکي کتابونه چاپيريال ته ککړتيا نه رسوي او د ډېرو لګوونکيو خوښ به وي. په رښتينې توګه په بازارونو کې هغه توليدات چې د چاپيريال ساتنې لپاره ګټور دي، د ډېرو وګړيو پاملرنې راجلبوي. د چين د BYD موټرونو شرکت په دغه غونډه کې ډېر نوي ډول موټرونه او بسونه وښودل چې نوې انرژۍ کاروي. د دغه شرکت مسؤل يي ځه مينګ وويل، د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د نوی انرژۍ موټرونو د پلورنې اندازه ٢٠٠ زرو ته رسېدلې ده.

اوس موږ د دغه ډول موټرونو توليدولو د پراختيا لپاره هڅې کوو. حکومت هم د دغو موټرونو له توليدولو څخه ملاتړ کوي او اړوندې امتيازې تګلارې يې خپرې کړې دي.

د کارپوهانو په اند، د چين اقتصاد په پرله پسې څو کلونو کې چټک پرمختګ کړی دی. خو د نفوس د زياتوالي، سرچينو او چاپيريال په شمول له بېلا بېلو فشارونو سره هم مخامخ دي. د پرمختګ د لارو چارو، د اقتصاد د جوړښت ، سرچينو او چاپريال په ساحو کې ستونزې هم ورځ په ورځ زياتېږي. چين په ٢٠٠٩ کال د ٥٦٨ مليونو ټنو پولاد توليد کړي چې دغه شمېر د نړۍ د عمومي توليدي اندازې په سلو کې ٤٣ برخه نيولې ده، خو په همدې مودې د چين GDP يوازې د نړۍ د GDP په سلو کې ٨ اعشاريه ٧ برخه ونيوله. نو د پرمختګ هغه لار چې د ډېرو سرچينو د سپمولو سره اتکا کوي، ښه راتلونکې نه لري او بايد ژر بدلون پکې رامنځته شي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای