CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ، ساينس او ټېکنالوژۍ کمېټې ١٤مه غونډه په اسلام اباد کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2010-12-29 15:32:27

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ، ساينس او ټېکنالوژۍ کمېټې ١٤مه غونډه د سپتمبر په دوهمه نېټه په اسلام اباد کې تر سره شوه.د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو چارو مرکچي ګاو هو چېنګ او د پاکستان د ماليې وزير عبدالحفيظ شيخ په ګډه د دغې غونډې مشري وکړه. دواړو خواوو له سيلابونو وروسته له پاکستان سره د مرستې په اړه موافقه درلودله او د اقتصاد او سوداګرۍ په ساحو کې يې د دوه اړخيزې همکارۍ د پراختيا او ژورتيا په اړه د نظريو تبادله وکړه.

ښاغلي ګاو هو چېنګ د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چين او پاکستان سره دوستانه ګاونډيان دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې اوږد تاريخ لري او د يوې ښې بېلګې په توګه ګڼل کېږي. ده وويل،پاکستان د چين د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته چين ته خيمې برابرې کړې. سږ کال پاکستان سيلابونه ځپلی دی او د چين حکومت او وګړيو هم پر وخت له پاکستان سره مرستې کړې دي. ښاغلي ګاو هو چېنګ وويل:

سږ کال پاکستان له ډېر سخت او غير عادي سيلابونو سره مخامخ شو. د چين حکومت ژر مرستندويه مالونه او پيسې پاکستان ته ورولېږې. په دغه ناورين کې له پاکستان سره د چين د مرستندويه پيسو عمومي ارزښت نژدې ٢٥٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. چين به هم د پاکستان د نيت او هيلې د درناوي پر بنسټ له دغه هېواد سره سلامشورې پياوړې کړي چې له امله به يې دغه مرستندويه پيسې ژر تر ژره له ناورين وروسته د پاکستان د بيا رغونې په ساحه کې وکارول شي.

اوس مهال پاکستان په جنوبي اسيا کې د چين دوهم لوی سوداګريز ملګری دی. چين د پاکستان درېيم لوی سوداګريز ملګری، د وارداتو درېيم لوی برابرونکی هېواد او پنځم لوی صادرتي بازار دی. د دوه اړخيزې سوداګرۍ د يادونې په ترڅ کې ښاغلي ګاو هو چېنګ وويل،د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکيو په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو او تصديو تر ګډو هڅو لاندې ستر پرمختګ کړی دی. د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ثابته توګه زيات شوی چې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې شپږ مليارډو او دوه سوو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٢٩ زيات شوی دی. بر سېره پردې د پروژو او پانګونې په ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري هم په سالمه توګه تر سره کېږي.

د پاکستان د ماليې وزير عبدالحفيظ شيخ په دغه خبري غونډه کې وويل، د ٢٠٠٧ کال د يادې شوې کمېټې د ١٣مې غونډې له تر سره کېدو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکيو، په تېره بيا د لويو پروژو په برخه کې دوه اړخيزې همکارۍ ډېر پرمختګ کړی دی.

د پاکستان او چين ترمنځ د اړيکيو پرمختګ ډېر ښه دی. زموږ همکاري د سياست، اقتصاد او کولتور په شمول بېلا بېلو ساحو کې پراخه شوې ده. موږ د پنځه کلن پلان د جوړولو په ترڅ کې د ٣٦ نويو پروژو په اړه د نظريو يووالی ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړيکې به په راتلونکو پنځو کلونو کې لا نورې هم ټينګې شي.

ښاغلي ګاو هو چېنګ وويل، پاکستان د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګريزو چارو د برابرۍ لپاره چين ته د توکيو صادرولو په ساحه کې څلور وړانديزونه وکړل چې د ازادې سودګريزې سيمې په چوکاټ کې د همکارۍ د پياوړتيا او د ماليې د کمښت شونتيا او د صادرتي توان د پياوړتيا لپاره له پاکستاني تصديو سره مرستې پکې شاملې دي. د چين په اند، دغه وړانديزونه فعال دي او هيله لري چې په پرله پسې توګه پاکستان ته د توکيو اخيستلو پلاوی ولېږي. چين باور لري چې د دواړو خواوو د ګډو هڅو له لارې به د چين او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په چټکه توګه لوړ شي او سوداګريز جوړښت به يې هم ښه او برابر شي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای