CRI Online

په چين کې تر ټولو کوچنی ګمرک: د يي وو ګمرک

cri     (GMT+08:00) 2011-02-24 18:25:35

يې وو په جه جيانګ ولايت کې د ولسوالۍ په کچه يو کوچنی ښار دی او له دې امله په نړۍ کې ډېر مشهور دی چې د ژوند د اړتياوړ توکيو د برابرولو تر ټولو لوی بازار لری . نو د يې وو ګمرک په چين کې د ولسوالۍ په کچه يوازنی ګمرک دی او په چين کې تر ټولو کوچنی ګمرک هم ګڼل کېږی، دغه کوچني ګمرک په نړۍ کې د ژوند د اړتياوړ شيانو د تر ټولو لوی بازار د سمسورتيا او پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي.

د يي وو ګمرک په ٢٠٠٩ کال کې جوړ شو او د هانګ جو ښار پر ګمرکي ادارې پوری اړه لري. که څه هم دغه ګمرک په يوه ولسوالی کې يو وړوکی ګمرک دی، خو د يي وو د کوچينو شيانو بازار د ځانګړيتوب له امله په دغه ګمرک کې د ګمرکي اظهار پاڼې شمېر په هانګ جو سيمه کې يو پر درېيمه برخه نيسي. دغه ګمرک د جوړېدو په يو نيم کال کې د ځايي اقتصاد لپاره ستر خدمتونه کړي دي.د يي وو ښار د صادراتي او وارداتي سوداګرۍ ارزښت د نړيوال پولي بحران تر منفي اغيزو لاندې لا هم زيات شوی دی . د يي وود ګمرکې څانګې مشر جانګ جون وويل،

((د شمېرنې له مخې، په ٢٠٠٩ کال کې د ژوند اړتياوړ شيانو صادراتي اندازه پنځه لکه او نولس زره معياري کانتينرونه او په ٢٠١٠ کال کې دغه شمېر پنځه لکه او شپږ اوويا معياري کانتينرونه وو. د يي وو ګمرک له جوړېدو مخکې، ځايي شرکتونو هر کال څو مليونه يوانه ګمرکی ماليات حکومت ته د دې ګمرک له لارې ورکړي. د يي وو ګمرک له جوړېدو وروسته يې د مالياتو ارزښت يو سل او دری اتيا مليونو يوانو ته رسيدلی دی. ))

يو کلمبيايي سوداګر ليو چې د جيا شينګ په نامه د نړيوالې سوداګرې شرکت مسئول دی او په ٢٠٠٦ کال کې چين ته راغلی دی. د ده په اند د يي وو ګمرک له جوړېدو وروسته د ګمرکي مرحلې د پخوا په پرتله ډېرې ساده شوې دي. هغه وويل،

(( په چين کې زما د سوداګرۍ د پيل په وخت کې ګمرکي مرحلې ډېرې پيچلې او اوږدې وې. د کانتينر د کارولو سپارښتنې تړاوونه اوږد وو چې لومړی به موږ له ګمرک سره تماس ونيوه او ورپسې به مو لارۍ ونيولې، له ګمرک څخه د کانتينر وړونکيو لاريو د تېرېدو وروسته ښايي په نينګ بو ښار کې يوه يا دوې اوونۍ ځنډېدلې او بيا به په باروړونکی بېړيو کې باريدل. خو د يي وو ګمرک له جوړېدو وروسته دغه پړاوونه ډېر ساده او ګړندي شوي دي. د کانتينر د کارولو سپارښتنې او د مالونو د ډکولو بهير يوازی دوو يا څلورو ورځو ته اړ تيا لري. ))

د يي وو ګمرک د ژوند اړتياوړ شيانو بازار د نړيوال شهرت د خوندي ساتلو او په راتلونکي وخت کې د دغه بازار د سيالۍ توان د پياړوتيا لپاره، د پوهنې ملکيت پر حق باندې له تيري کوونکو کړه وړو سره مبارزه ځواکمنه کړې ده . د يي وو ګمرک مشر جانګ جون وويل،

(( په ٢٠١٠ کال کې زموږ ګمرک د پوهنې ملکيت پر حق باندې څلور سوه او نهه څلوېښت تيری کوونکو قضيې کشفې کړې او د څه باندې شلو هېوادونو دوه سوه امتيازي حقوق مو ساتلي دي. ))

د يي وو په ګمرک کې د پوهنې ملکيت حق ساتلو په نندارتون کې هغه توکي ايښودل شويدي چې د کورنيو او بهرنيو مشهورو تجارتي مارکونو په تقليد او کاپي کولو جوړ شوي وو

اوسمهال د يي وو په بازار کې نه يوازی ډول ډول وړوکي تجارتي شيان پلورل کېږي ، بلکې نور د لوړې کچې توکي هم خرڅيږي . نن ورځ د يي وو بازار د نړۍ بيلا بيلو هېوادونو ته راز راز تجارتي شيان برابروي او په عين وخت کې د بېلا بېلو هېوادونو ډول ډول شيان هم ترې اخيستل کېږي . د بازار د چټک پرمختګ د ځايي ګمرک له کاري اغيزمنتوب سره اړيکې لري. نو که څه هم د يي وو ګمرک د چين تر ټولو کوچنی ګمرک دی، خو ويل کېږي چې دغه ګمرک د نړۍ د تر ټولو لوی بازار په سمسورتيا او پرمختګ کې مهمه ونډه لوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای