CRI Online

دوولسم پنځه کلن پلان په چين کې د بهرنيو تصديو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2011-04-02 18:41:22

٢٠١١ کال د چين د دوولسم پنځه کلن پلان پيل کال دی، په داسې حال کې چې د چين د اقتصادي پرمختګ لارې چارې بدلېږي ، د بهرنيو پانګو د اخيستلو په اړه د چيني تګلارو اصلاح او تنظيم د بهرنيو تصديو په تيره بيا د اروپايي، امريکايي، جاپاني شرکتونو او د نورو لويديځو اقتصادي ټولنو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی . د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې په چين کې د بهرنيو شرکتونو په پانګونې او کاروبار کې کوم بدلون رامنځته کېږي؟ دغه شرکتونه بايد څنګه د پرمختيايي فرصتونو د اخيستلو لپاره د پانګونې لارې چارې له سره وټاکي؟ د سياسي مشوراتي کنفرانس د ملي کميټې څو غړيو خپلې نظريې څرګندې کړې.

د اصلاحاتو او ورخلاصون په لومړنيو کلونو کې د چين د انساني ځواکونو اصلي بيه ټيټه وه چې له امله يې د دغه غوره والي پر بنسټ بهرنيو شرکتونو ته ډېرې امتيازی زمينې برارې شوې او د دوی پرمختللي تخنيکونه تر لاسه شوي دي. په دې هکله د چين د سياسي مشوراتي کنفرانس د ملي کميټې غړي ليو که کو وويل،

((پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ په لومړنۍ موده کې کافي پانګې نه درلودې ، نو د پانګو د راجلبولو ترڅنګ يې پرمختللي تخنيکونه او اداري تجربې هم لاس ته راوړې دي. په ١٩٧٨ کال کې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له پيل وروسته دغه لازمه تاريخي لار نيولې ده.))

خو نن ورځ په داسې حال کې چې په چين کې د پانګونې او لګښت ترمنځ اړيکې برابرې نه دي، د علمي او تختيکي نوښت توان يې ضعيف دی او صنعتي جوړښت يې مناسب نه دی، نو د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو بدلون يوه بېړنۍ دنده ده .دغه راز د بهرنيو پانګو د جلبولو جوړښت او کيفيت د غوره والي د بهرنيو پانګو د جلبولو د يو مهم اصل په ډول بلل شوی دی. په دې هکله د سياسي مشوراتي کنفرانس د ملي کميټې غړي شه شيانګ پنګ زياته کړه چې د بهرنيو پانګو د جلبولو لارې چارې بايد نوې شی . هغه وويل

(( په چين کې د بهرنيو اسعارو زيرمه ډېره ده. چين اوس د عالي تخنيکونو او هغو صنعتي چارو ته اړ دي چې چاپېريال ته ککړې نه دي مثلا ترانزيستور ، معاصر ماشينونه اوداسې نور. ))

د سږ کال په مارچ د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګوالو لخوا د چيني تصديو د اخيستلو په اړه د څيړنيز ميکانيزم لنډمهالي مقررات اعلان کړي دي. د دغو مقرراتو سره سم هغې معاملې ممنوع دي چې ښايي د هېواد امنيت ته سخت زيانونه ورسوي . ځينی بهرنۍ تصدۍ په دې اندېښمنې دي چې دغه مقررات د چين د ورخلاصون پر تګلارې باندې منفي اغيزې لګوي که نه . د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ وويل،

((دغه ډول څارنه په نورو هېوادونو کې هم مروج ده. زموږ مخه دا ده چې چين ته د لا زياتو بهرنيو پانګو د ننوتلو او د چيني تصديو په اصلاحاتو کې د لا زياتو بهرنيو شرکتونو د ګډون کولو ترڅنګ به د وطن امنيت هم ښه وساتل شي. ))

د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په دوولسم پنځه کلن پلان کې د بهرنيو پانګو د استعمالولو سويې د لوړولو په اړه محتويات دا دي چې بايد د عصري کرنې، عالي او نويو تخنيکونو ، د انرژۍ سپما او د چاپيريال ساتنې، نوې انرژۍ او خدمتي چارو په برخو کې لا زياتې بهرنۍ پانګې واچوو ، بهرني شرکتونه دې وهڅوو چې په چين کې څيړنيز مرکزونه جوړ کړي، د عصري ادارې په اړه پرمختللۍ نظريې، ميکانيزم او تجربې دې زده وکړو ، د نړيوال نوښت په سيسټم کې دې فعال ګډون وکړو، د پانګې اچولو لپاره دې ښې زمينې برابرې کړو، د پانګه اچوونکيو قانونی حقوق دې پوره وساتو او اړوندې څارنې دې په ښه توګه عملي کړو.

د عامو افکارو په اند دوولسم پنځه کلن پلان به په چين کې بهرنيو شرکتونو ته لا زيات فرصتونه ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای