CRI Online

په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين شين اقتصاد

cri     (GMT+08:00) 2011-04-16 18:37:50

د سږ کال په سر کې پنځوسو برقي ټکسي موټرونه د بېجينګ جيان چينګ ولسوالۍ په لاروکوڅو کې په چليدو پيل وکړ. د دغو موټرونو له کارولو څخه ښکاريږي چې شين اقتصاد د چينايانو په ژوند کې تر سترګو کېږي او په راتلونکی کې به د هر چا پر ژوند باندې اغيزې وکړي.

شين اقتصاد دا مانا لری چې چاپيريال ته کمه ککړتيا رسوي . ولې موږ د شنه اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو؟ د چين د بيادي شرکت مشر وانګ چوان فو وويل،

(( د چين په وړاندې يو سخت فشار د نفتو کمښت دی. په چين کې څلور سوه مليونه کورنۍ شته ، که هره کورنی يو موټر ولري او هر کال يو موټر له دوو ټنو تېلو څخه مصرفوي، نو هر کال چين اتو سوو مليونو ټنو تېلو ته اړ دی، خو چين دومره نفت نه شي اخيستلای. دغه راز د نفتو تامين د هېواد له امنيت سره نژدې اړيکې لري. ))

اوسمهال د اقتصاد د پرمختيايي لارو چارو بدلون ، له نوې او شنې انرژۍ څخه استفاده او د صنعتي اقتصاد د جوړښت غوره والی د نړيوال اقتصاد د ترقۍ جريان ګرځېدلی دی. په وروستيو کلونو کې چين په دغه جريان کې د ګډون لپاره لوي ګامونه پورته کړي دي. دوولسم پنځه کلن پلان د ګاپوهانو له خوا د شنه اقتصاد د پرمختګ په هکله د چين د لومړی پنځه کلن پلان په توګه بلل کيږي.

د چين د مرکزي ګوندي پوهنتون د پروفيسر شين مينګ په اند د چين حکومت به په دوولسم پنځه کلن پلان کې د شنه اقتصاد د پرمختګ لپاره بې ساری هڅې وکړی. هغه وويل،

(( ويلی شو چې په لومړی حکومتي سند يعنی په دوولسم پنځه کلن پلان کې د شنه اقتصاد په هکله ادعا په څرګنده او پوره توګه وړاندی شوې ده. ددغه پلان سره سم د صنعتي چارو په پرمختګ کې د نوې انرژۍ کارونه ، د چاپيريال ساتنه، او د بيولوژيکي او عالی توليداتو جوړونه د شنه اقتصاد د پرمختګ په چوکاټ کې شامل ده. زموږ هېواد د تګلارې او پانګونې په ګډون په ډېرو برخو کې د شنه اقتصاد د ابادۍ او پرمختګ ملاتړ کوي. ))

چين به د نوی انرژۍ په وسيله د صنعتي چارو د پرمختګ پلان سره سم له ٢٠١١ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې د اوبو، باد او لمر په وسيله د بريښنا او بيولوژيکي انرژۍ د توليدولو په برخو کې پنځه زره مليارډه يوانه پيسې ولګوي، تر څو چې د نوې او پاکې انرژۍ د کارولو په هکله د وګړيو تقاضا پوره شی

د پادولووړ ده چې که څه هم د شنه اقتصاد د پرمختګ په سيالی کې د چين لخوا پورته شوي ګامونه چټک دي ، خو له امريکا، اروپايي ټولنې او جاپان سره واټن يې لا هم ليری دی. د چين د مرکزي ګوندي پوهنتون د پروفيسر شين مينګ په اند د پرمختيايي هېوادونو په پرتله د چين د شنه اقتصاد د پرمختګ په وړاندې فشار سخت دی. هغه وويل،

(( رښتيا ده چې د شنه اقصاد د پرمختګ لپاره هڅې زموږ لازمې دندې دي، خو زموږ په وړاندې فشار هم سخت دی. چين اوسمهال لا هم د صنعتي کيدو په بهير کې دی، بله خوا په لويديځو هېوادونو کې د صنعتي کيدو بهير تر سره شوی يا لا مخکې بشپړ شوی دی، نو د دوی د توليدولو په بهير کې د چاپېريال د ککړتيا او د زياتې انرژۍ د لګښت په باب ستونزې حل شوې دي. ))

د چين د معاصرو نړيوالو اړيکو اکاډمۍ په اړه د نړيوال اقتصاد څېړنيزې د څانګې مشرې جن فنګ ينګ وويل،

(( تخنيکي نوښت تر ټولو مهم دی، ځکه چې سکاره، نفت او طبيعي ګاز به ژر يا وروسته په پوره توګه مصرفيږي، نو موږ بايد د تخنيکي نوښت په وسيله د انرژۍ مسئله حل کړو، تر څو چې په راتلونکي اقتصادي پرمختګ کې ګټور ځان تر لاسه کړو. نو ويل کېږي چې تخنيکي نوښت د اروپا، امريکا، جاپان او چين لپاره د نوی انرژۍ د پرمختګ په ستراتيژي کې يوه کليدی مسئله ده.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای