CRI Online

د بواو اسيايي فورم لس کلونه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-21 14:54:29

د بواو اسيايي فورم د ٢٠١١ کال کلنۍ غونډه د روانې مياشتې له ١٤مې څخه تر ١٦مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په بواو کې تر سره شوه. سږ کال د بواو د اسيايي فورم د جوړېدو له لسمې کليزې سره برابر دی چې په تېرو لسو کلونو کې د اسيايي اقتصاد يوځايښت نژدې شوی ، د سوداګرۍ ازادېدو بهير ګړندی شوی دی او د بواو د اسيايي فورم اغيزې هم ځواکمنې شوې دي، په دغه فورم کې د نړۍ په تيره بيا د أسيا سياستوالانو او سوداګرانو د أسيا د ترقۍ په موخه ګډ غږونه پورته کړي دي.

بواو د چين په جنوب د های نان ولايت يو وړوکی ښارګوټی دی. د ٢٠٠١ کال په فبرورۍ د ٢٦ هېوادونو استازي په بواو کې راغونډ شوی او د بواو د اسيايي فورم د جوړېدو اعلان يې وکړ. ورپسی دغه ارام سمندری ښارګوټی ژر مشهور شو. د لسو کلونو راپدېخوا ځايي نفوس څه باندې لس چنده زيات شوی او سيلانيزو چارو په ځايي اقتصاد کې د ستون رول لوبولی دی چې له امله يې هر کال ١٠٠ غونډې په بواو کې تر سره کيږي.

دغه فورم نه يوازې د بواو پر اقتصاد باندې مثبتې اغيزې کړې دي، بلکې د ګډو نظريو د تر لاسه کولو او د اغيزو د لوړولو فرصتونه أسيايي هېوادونو ته هم برابر کړي دي. د بواو د اسيايي فورم سرمنشي جو ون جونګ وويل،

(( د اسيا له پولی ترينګلتيا وروسته د اسيايي سياستوالو او نامتو شخصيتونو په نظر اسيا ته هغه ډول ډګر ته اړين دی چې د اسيا چارواکي او کارپوهان د نظريو تبادلې او د اسيايي مسئلو په اړه خپل غږونه پورته کولای شي، نو د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره د بواو اسيايي فورم جوړ شو. ))

د بواو د تېرو دورو فورمونو اصلي موضوعات دا ښيي چې په ټولو فورمونو کې د اسيا د پرمختګ فرصت د ډېرې پاملرنې وړ و . مثلا د لومړې دورې فورم اصلي موضوع دا وه چې نوی پېړۍ،نوې ننګونه او نوې اسيا ---- د اسيا اقتصادي همکاری او پرمختګ. په دغه فورم کې د ٤٨ هېوادونو او سيمو ١٩٠٠ تنو استازيو ګډون کړی و . بر سيره پر دې، د وروستيو دورو فورمونو اصلي موضوعات دا ول چې نړۍ ته خلاصه اسيا، شنه اسيا په اصلاحاتو کې ګډې ګټې تر لاسه کول، اقتصادي بحران او اسيا: ننګونې او راتلونکی.

د نيپال پخوانی پادشاه بيرندرا د دغه فورم د جوړېدو په وخت کې ويلي چې دغه فورم د اسيايانو لپاره جوړيږي، ده به د اسيايانو د هوښيارۍ په وسيله د اسيا د سيمه ييزې همکارۍ او متقابل تفاهم د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي.

له شمېرنې څخه ښکاريږي چې د اسيا د بېلا بېلو اقتصادي ډلو ترمنځ متقابله اتکا ځواکمن کيږي او د اسيا د اقتصادي يووالي سويه لوړيږي. د بواو اسيايي فورم د ٢٠١١ کال د کلنی راپور سره سم، په اسيا کې سيمه ييزه همکاری او پانګونه ډېره زياته او د خارجۍ سوداګرۍ او پانګونې برخه ټيټه شوې ده. په ٢٠١٠ کال کې د اسيايي هېوادونو ترمنځ د صادراتو ارزښت د اسيا په عمومي صادراتو کې نژدې نيمه برخه نيسي.

په هر فورم کې د اسيايي اقتصاد د راتلونکی، سيمه ييز اقصادي او سداګريزې همکارۍ، پولي امنيت او همکارۍ او د اقتصاد او ټولنې ترمنځ د پرمختګ د برابرۍ په ګډون د اسيايي پرمختګ لپاره مهمې مسئلې تر بحث باندې راځي . د دغه فورم د جوړېدو په پيل کې چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې پريکړه وکړه چې د ١٠ کلونو لپاره د ازادې سوداګرۍ سيمه جوړه کړي، د اسيا او أرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان هم اعلان وکړ چې په دغه سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانتيا لپاره هڅې وکړي. اوسمهال ځيني هدفونه پوره شوي دي.

د فلپين پخوانې ولسشمرې ارويو دغه فورم ته لوړ ارزښت ورکړ. هغه وويل،

(( زه په دې وياړم چې نړيوال اقتصاد د اسيا له اقتصادي پرمختيا څخه ګته اخلي او د بواو فورم د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا او په نړيوال اقتصاد کې د اسيا د اقتصاد د رول او نقش په اړه د بېلا بېلو برخو کارپوهانو او مشرانو د ګټور بحث فرصت برابروي . زما په نظر د فورم تشکيلاتي جوړښت بايد بشپړ شی تر څو چې دغه فورم د اسيا د يو ځواکمن نادولتي سازمان په توګه بدل شی.))

د دغه فورم پخوانی سرمنشي لونګ يونګ خبريالانو ته څرګنده کړه چې دغه فورم د نظريو د تبادلې لپاره زمينه برابره کړې او د نړۍ د تصديو خاوندانو هم د پانګونې فرصتونه ترې اخيستي دي . هغه وويل،

((زمان په اند دغه فورم بايد ګډون کوونکو ته هغه احساسات ورسوي چې د فکر او کاروبارو ګټورې نظريې تر لاسه کړي، له ډېرو وتلو اقتصادپوهانو او د مشهورو تصديو خاوندانو سره وګوري او له دوی سره د خبرو اترو له لارې سوداګريز فرصتونه ولټوي او نوی تجارتي شبکې جوړې کړي. په تېرو څو کلونو کې زياتره ګډون کونکو له بواو فورم څخه مستقيمې ګټې تر لاسه کړې دي، نو لا زياتې تصدۍ غواړي چې په دغه فورم کې ګډون وکړي. ))

بواو فورم د نړيوالو اقتصادي حالاتو د بدلون سره سره اوچت ګامونه پورته کړي دي. د فورم سرمنشي جو ون جونګ وويل چې د بواو فورم د جوړېدو په لومړنۍ موده کې نړۍ ته د اسيا ورپېژندل د کلنيو غونډو اصلي موضوعات وو، خو د تېرو کلونو راپدېخوا يې دې ته اړول شوې ده چې اسيا د نړيوالو اقتصادي حالاتو په بدلون کې څه کوي؟

(( په اقتصاد او بېلا بېلو برخو کې د اسيا د پرمختګ سره سره پر اسيا باندې د نورو سيمو او هېوادونو تمه زياتيږي. ګډون کوونکو په بواو فورم کې خپله توجه او پام په نړۍ کې د اسيا رول ته اړولې ده. د اسيا پرمختګ له نړۍ څخه جلا نه شي کيدای، نړيوال اقتصاد له نويو مسئلو او ستونزو سره مخامخ دی، نو په بواو فورم کې د نويو مسئلو څيړنې د برخوالو د پام وړ ګرځېدلې دي ، د بېلګې په توګه شين اقتصاد او دواملرونکی پرمختګ چې شين اقتصاد يعنی د اقتصاد د پرمختګ په بهير کې د چاپيريال ساتنه. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای