CRI Online

د کوبوچ صحرا په تنظيم او اداره کې د ځايي تصدۍ مهم رول

cri     (GMT+08:00) 2011-07-20 10:07:07

د چين د داخلي مغولستان په کوبوچ صحرا کې د ځايي تصدۍ د ٢٠ کلني تـنظيم او ادارې په وسيله نه يوازې سمسورې سيمې رامنځته شوې، بلکې له صحرا څخه اقتصادي ګټې تر لاسه شوی دی. د ٢٠١١ کال لپاره د کوبوچ صحرا په نړيوال فورم کې د څه باندې ٣٠ هېوادونو برخه والو استازيو د صحرا د تنظيم او ادارې په برخه کې د تصديو لخوا نيول شوې لار ومنله. چين به د ځمکو شاړېدو پرضد د هغو علمي او تخنيکي پروژو لا نور ملاتړ وکړي چې تصدۍ پکې عمده رول لوبوي.

د ٣٠ هېوادونو حکومتي چارواکيو، کارپوهانو او د تصديو خاوندانو په دغه فورم کې د ځمکو د صحرايي کېدو پرضد د تګلارې ، تخنيکي نوښت، د صنعتي چارو د انکشاف او نړيوالې همکارۍ په هکله بحثونه کړيدي.

کوبوچي صحرا د چين ٧مه لويه صحرا او بېجينګ ښار ته ډېره نژدې صحرا هم ده. د داخلي مغولستان د يي لي شرکت له خوا د شل کلنو کوښښونو او د څه باندې ٣ مليارډه يوانو د لګېدو له لارې په دغه صحرا کې سمسوره سيمه اباده شوې او له صحرا څخه د استفادې په برخه کې لاس ته راوړنې تر ګوتو شوې دي. په عين وخت کې د صحرا د تنظيم او ادارې هغه لاره موندل شوې ده چې د صنعتي کيدو په وسيله د صحرا د تنظمولو تر څنګ د خلکو عايدات زياتيږي او د ايکولوژيکي چاپېريال د ښې ساتنې تر څنګ اقتصادي ګټې تر لاسه کيږي. د داخلي مغولستان د يي لي د سرچينو شرکت مشر وانګ ون بياو وويل

(( د کوبوچي لاره دا ده چې تصدۍ د پرمختللو تخنيکونو په وسيله پرمختګ تر لاسه کوي، د صحرا تنظيم د صنعتي چارو په وسيله ترسره کيږي او د خلکو ژوند د ايکلوژيکي چاپېريال ښه والي په څنګ ښه کيږي. ))

اي لي شرکت په ١٩٩٧ کال کې د ځاني پرمختګ له امله په کوبوچي صحرا کې لومړی سړک جوړ کړ او ددې لپاره چې سړک په روانو شګو نه پټيږي ، د سړک په دواړو غاړو کې زيات شمېر ونې او طبي بوټي کرل شويدي چې په نتيجه کې نه يوازې په صحرا کې سمسورې سيمې جوړې شوې، بلکې تصدۍ ترې څه باندې يو مليارډه يوانه ګټه اخيستې ده .

د ايکولوژيکي چاپيريال ښه والی د صحرا د سيلانيزو چارو د پرمختګ علت دی. مالداران چې پخوا د صحرا په خېټه کې اوسېدل او رمې يې څرولې ، د استوګنې نويو ځايونو ته نقل شوي دي او د شګلني ځمکو د تنظيم، د سړک جوړونې او سيلانۍ په چارو کې له ګډون وروسته ددوي ژوند ښه شوی دی.

د صحراد د تنظيم او ادارې پلان د عملي کيدو په ترڅ کې د ٣٢ زرو بزګرانو او مالدارانو لپاره د مالدارۍ او کرنې توليداتو د خرڅلاو ، د ناروغيو د علاج او ددوي د اولادونو لپاره د ښوونې اسانتياوې برابرې شوې دي. تصدۍ د دوي لپاره په اباده شوې سيمه کې وړوکۍ علاقه داری او ښوونځي جوړ کړي چې له امله يې ددوي د ژوند لپاره ښه زمينه برابره شوې ده. د يي لي شرکت مشر وانګ ون بياو وويل

(( دا زموږ ټولنيز مسئوليت او خدمتونه دي چې زموږ د صنعتي چارو د پرمختګ تر اغيزې لاندې صحرا شنه او د دغې سيمې خلک شتمن شوي دي. ))

د معلوماتو له مخې، چين له هغو هېوادونو څخه يو دی چې د ځمکو د صحرا کيدو سرعت ډير ګړندی دی. اوس په چين کې د صحرائي شويو ځمکو مساحت د هېواد له عمومي پراخوالي څخه درېيمه برخه نيسي او څلور سوه مليونه کسان د ځمکو د صحرايي کېدو له خطر سره مخامخ دي. د چين د ساينس او تخنيک وزير وانګ ګانګ وويل چې د يي لي شرکت له خوا د صحرا د تنظيم او ادارې په موخه غوره شوې لاره په چين کې د صحرايي کېدو د مخنيوي لپاره يوه نوۍ لاره ده، چين به په راتلونکی کې د هغو تخنيکي پروژو ملاتړ وکړي چې تصدۍ د ځمکو د صحرائي کيدو پر ضد په چارو کې عمده رول لوبوي.

حکومت به د صحرا د تنطيم او ادارې په بهير کې په څړ ځايونو کې اوسيدونکيو خلکو ته پولي جبران ورکړي. د چين د دولتي شورا غړې ليو يانګ دونګ په دغه فورم کې وويل

(( چين به له سږ کال څخه په ٨ ولايتونو کې چې د مالدارۍ عمده سيمې پرتې دي ، د ايکولوڅيکي چاپېريا د ساتنې په موخه د جبران او مکافات نظام پلی کړي او څه باندی ديارلس مليارډه يوانه پيسې به د چوپانۍ د علمي تحديد له امله د جبران په توګه ولګوي. موږ بايد په پوره توګه د صحرائی شويو سيمو له سرچينو څخه استفاده وکړو او د نوې انرژۍ له کارولو، د ايکولوژيکي سيلانۍ د سمسورولو او د طبي بوټو له کرلو څخه دې ګټه واخلو. نوی تخنيکونه بايد په توليدي چارو کې وکارول شي څو چې د صحرائي کيدو د مخنيوي په بهير کې د نويو او ځانګړيو صنعتي چارو پرمختګ چټک شي او خلکو ته رښتينی ګټې ورسول شی . ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای