CRI Online

په چين کې د پلاستيکي کڅوړو د محدود استعمال په برخه کې لاس ته راوړنې

cri     (GMT+08:00) 2011-07-26 10:18:20

چين د پلاستيکي کڅوړو د توليد او خرڅلاو يو لوی هېواد دی، پر چاپيريال باندې د پلاستيکي کڅوړو ککړتيا د پام وړ مسئله ده. د چين حکومت د ٢٠٠٨ کال د جون په لومړۍ نېټه د ډېر نازکو پلاستيکي کڅوړو د ممنوع توليد او کارونې حکم صادر کړ او د دغه حکم د عملي کيدو له امله په چين کې ٦ لکه ټنه پلاستيکي توکي سپما شوي دي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې چارواکي وويل چې د پلاستيکي کڅوړو د محدودې کارونې حکم د چاپريال ساتنې او د سرچينو د سپما په برخو کې لاسته راوړنې تر لاسه شويدي ، خو ددې تګلارې د تطبيق د نظارت او څارنې ، د تګلارې د بشپړتيا او د وګړيو د شعور د لوړتيا په برخه کې هڅې لازمې دي.

د يادې شوې تګلارې سره سم د ټول هېواد په چوکاټ کې د هغو پلاستيکي کڅوړو توليد ، خرڅلاو او استعمال منع دي چې پنډوالی يې له صفر اعشاريه صفر پنځه ويشت ملي مترو څخه کم دی ، دغه راز په سوپرمارکيټونو ، مغازو او بازارونو کې د پلاستيکي کڅوړو وړيا برابرول هم منع دي .

په چين کې د ولما شرکت مرستيال باري فريدمن وويل چې د ولما په مغازو کې د پلاستيکي کڅوړو د کارولو شمير په ډيره اندازه کم شوی دی. ده وويل

( اواز) د يادې شوې تګلارې د پلی کېدو راهيسې موږ نور زيات دوکانونه پرانيستلي دي ، خو د پلاستيکي کڅوړو د کارولو عمومي شمېر د پخوا په نسبت لسمه برخه نيسي.

د چين د رسمي شمېرنې له مخې تر اوسه پورې د هېواد په ټولو پرچون پلورنځيو کې د پلاستيکي کڅوړو د کارولو شمېر څليرويشت ميليارده کم شوي دي ، په بله ژبه درې مليونه او شپږ لکه ټنه نفت سپما شوی او په سوپرمارکيټونو او مغازو کې د پلاستيکي کڅوړو د کارولو شمېر په سلو کې اوه برخه کمه شوېده .

د چين د اصلاح او پرمختګ د کميسيون په اړه د سرچينو سپما او د چاپيريال ساتنې ادارې مرستيالې لي جين وويل چې د يادې شوې تګلارې په رڼا کې د پلاستيکي کڅوړو د کارولو شمېر کم شوی او د چاپېريال ساتنې په هکله د وګړيو د شعور لوړ شوی دی . دې وويل

( اواز) موږ وينو چې لومړی د پلاستيکي کڅوړو د استعمالولو شمېر ډېر کم شوی چې په نتيجه کې د چاپېريال ساتنې او د سرچينو سپما لپاره مثبت رول لوبول شوی دی. هغه حالت بدل شوی دی چې په لويو پلورنځيو کې په وړيا ډول مشتريانو ته پلاستيکي کڅوړې برابرېدې ، خو په ځينو بازارونو کې پلاستيکي کڅوړې لا هم استعمالېږي. زموږ د شمېرنې له مخې، په کثافاتو کې د پلاستيکي کڅوړو انډول ټيټ شوی دی. له دې څخه ښکاريږي چې د دغه حکم په صادرولو سره د پلاستيکي کڅوړو د کارولو يعنی د چاپېريال ساتلو په هکله زموږ شعور لوړ شوی دی. ))

اوسمهال د پلاستيکي کڅوړو د ممنوع توليد او کارونې د حکم تطبيق د ښارونو او کليو په ډېرو بازارونو کې له ستونزو سره مخامخ دی. خبريال وليدل چې ځيني ګرځنده سوداګران لا هم په وړيا مشتريانو ته پلاستيکي کڅوړو برابروي چې دغه کړه وړه له ياد شوي حکم څخه سرغړونکی عمل دی او بايد له سزا سره مخامخ وی.

( اواز ښځه ) بازار ته د تګ په وخت کې عمومأ يوه کڅوړه له ځانه وړم ، زما په نظر د پلاستيکي کڅوړو ناوړه کارونه چاپېريال ته زيانمنه ده .

( اواز سړي ) زه عموما د سوداګرانو لخوا برابر شوی پلاستيکي کڅوړې منم ، سره له دې چې کڅوړه له ځانه هم وړم . خو زما په اند د بازار اداره کوونکي بايد په جدي توګه خپل کارونه ترسره کړي .

( اواز سړي ) زه پلاستيکي کڅوړه نه منم ځکه چې زما په موټر کې کڅوړه شته . د حکومت حکم ډير سم دی ، خو د دغه حکم تطبييق ډير مهم دی ځکه چې په ژوند کې پلاستيکي کڅوړې لازمې دي .

د پلاستيکي کڅوړو د کارولو په هکله د وګړيو تشويق او هڅونه يو اوږد مهالي کار دی او د حکومت په راتلونکو مهمو کارونو کې يوه برخه هم ګڼل کېږي . د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مرستيالې جاو جيا ژونګ وويل چې بر سېره پر دغه حکم، حکومت به له پلاستيکي کڅوړو څخه د استفادې او توليد د کمولو په موخه د بيې، ماليې، بشپړې څارونکي تګلارې په ګډون يو لړ ګامونه پورته کړي.

(( د ځايي حکومتونو اړوند مسئوليت به پياوړی شي چې د لويو پلورنځايونو او سوداګريزو بازارونو په هکله څارونه ځواکمنه شي. اړوندې تګلارې به بشپږې شي. د بيې او ماليې په وسيله به د پلاستيکي کڅوړو استعمال او توليد لا نور بند شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای