CRI Online

د چين د نړيوالې پانګونې او سوداګرۍ نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2011-09-23 18:40:15

د چين د نړيوالې پانګونې او سواګرۍ د ١٥ دورې نندراتون د سپتمبر په ٧مه نېټه د فو جيان ولايت په جيا من ښار کې پرانيستل شو چې د څه باندې يو سل هېوادونو او سيمو زر ګونه تنه پکې ګډون وکړ. د پنځلسو کلونو راهيسې، دغه نندارتون د چين او نړۍ ترمنځ په پانګونه او همکاری کې مهم رول لوبولی دی او د نړيوالې پانګونې د هڅولو د ډګر په توګه اغيزې يې په پرله پسې توګه ځواکمنې شوې دي.

د چين د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، د پنځلسو کلونو د هڅو په وسيله دغه نندارتون د دوه اړخيزې پانګونې د هڅولو ډګر په توګه ګرځېدلی چې د بېلا بېلو هېوادونو او کورنيو او بهرنيو تصديو خوښي يې تر لاسه کړې او په اغيزمنه توګه يې د چين او نورو هېوادونو او سيمو ترمنځ د پانګونې همکارۍ پياوړې کړي.

اوسمهال د نړيوال پولي بحران پېچلی اغيزې لا هم د کارولو په حال کی دی او نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په بهير کې له نويو ناثابتو عواملو سره مخامخ دی. هيله ده چې د دغې دورې نندراتون د ګډونکوونکو لپاره د معلوماتو د تبادولو، د نتيجې شريکولو، د فرصتونو نيولو او د همکارۍ ژولو ډګر برابرولی شي. چن ده مينګ وويل،

(( دغه نندارتون نړيوالې همکاري لا نور پياوړې او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د پانګونې څخه ملاتړ کړی دی چې نړيوال اقتصاد ته يې د ځواکمن، دايمي او برابر پرمختګ يوه اغيزمنه لاره ده. ))

کورنی او بهرنی تصديو او سوداګرانو د چين د نړيوالې پانګونې او سوداګرۍ نندارتون ته پراخه پاملرنه کړې چې عموماًَ ١٠٨ هېوادونو، ١٠ نړيوالو سازمانونو، ٦٣٦ بهرنيو څانګو په دغه نندارتون کې ګډون وکړ. د پام وړ ده چې برازيل، روسيې، هند او جنوبي افريقا د لومړی ځل لپاره پکې حاضر وو.

د نندارتون د مقدماتي کميټې وياند شن دان يانګ وويل، په دغه نندارتون کې د تايوان په باب ځانګړی موضوعات شته دي.

(( سږ کال د تايوان تنګي د لوېديځې غاړې د اقتصادي سيمې پلان تصويب شو. اوس مهال د تايوان تنګي د لوېديځې غاړې سيمه د تودې ابادۍ په حال کی دي او د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې په سالمه توګه نژدې کيږي، نو مقدماتي کميټې د ښه فرصت په ګټلو سره په ځانګړې توګه د تايوان په باب يو لړ فعاليتونه جوړ کړی دي چې د بېلګې په توګه د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ٦مې دورې فورم او د تايوان تنګي د پولي پانګونې فورم. ))

د نندارتون د جوړېدو څوارلسو کلونو راهيسې په عمومي توګه له پنځلسو زرو نه زياتو پروژو تړونونه پکې لاسليک شوي ، څه باندې لس مليارډه امريکا ډالره چيني بازار ته ننوتلي او ګڼ شمېر چيني تصدۍ نړۍ ته ګامونه پورته کړي دي.

شن دان يانګ څرګنده کړه چې د دوه اړخيزې پانګونې هڅولو د ډګر په توګه د ياد شوی نندارتون مثبت رول ګام په ګام ښکاريږي،

(( د نندارتون سويه به لوړه شي چې له يو اړخيزې پانګونې څخه دوې اړخيزې ان څو اړخيزې پانګونې ته بدل شي، تر څو د ګډونکوونکو لپاره لا زيات سوداګريز فرصتونه برابر کړلی شي. ))

 

د سپتمبر په ٦مه نېټه د سوداګرۍ وزارت په ګډون د چين ځينو وزارتونو په ګډه توګه د ٢٠١٠ کال لپاره د چين د مستقيمې بهرنۍ پانګونې د شمېرنې راپور خپور کړ چې د دې راپور سره سم تېر کال د چين د بهرنۍ پانګونې شمېر د نړۍ پنځم ځای نيولی و چې د لومړي ځل لپاره د جاپان او بريټانيا په ګډون پر لويو پانګه اچوونکيو هېوادونو په پرتله مخکې شوی دی.

په ٢٠١٠ کال کې چين په بهرنيو هېوادونو کې د اته شپېته مليارډه اته سوه لس مليونه امريکايي ډالرو پانګونه اچولې ده چې د تېرو ٩ کلونو لپاره د زياتوالي تمايل پکې ساتل شوی دی. د شمېر د زياتوالي ترڅنګ په ١٧٨ هېوادونو کې چيني تصديو څانګې جوړې شوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای