CRI Online

د ٢٠١١کال لپاره د داؤس په دوبني فورم کې د ون جيا باو او برخه والو استازيو ترمنځ خبرې اترې

cri     (GMT+08:00) 2011-09-30 20:33:46

د چين صدراعظم ون جيا باو د ٢٠١١کال لپاره د داؤس په دوبني فورم کې د ګډون په ترڅ کې د نړيوال اقتصاد فورم له مشر او ګډونکوونکو سره خبرې اترې وکړې او د دوی پام وړو مسئلو په باب يې خپلې نظريې بيان کړې. هغه څرګنده کړه چې دا نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو له برخه والو استازيو سره بلکې د چين له خلکو سره تګ راتګ دی.

د دغه فورم په مراسمو کې د ون جيا باو د وينا په هکله، د نړيوال اقتصادي فورم د مشر کلاوس شواب تر ټولو پام وړ مسئله دا وبلله چې چين به څرنګه د پولي چارو په برخه کې له ننګونو سره مبارزه وکړي؟ ون جيا باو دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چين د نړۍ له پرمختيا سره نه بېلېدونکی اړيکې لري، نو چين بايد لومړی په ښه توګه خپلې چارې بشپړې کړي، د دې ترڅنګ بايد د نړيوال اقتصادي سيسټم او پولي سيسټم د اصلاحاتو او د نړيوال اقصاد د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې وکړي. ون جيا باو په خپله وينا کې د امريکا او اروپا په وړاندې د ستونزو په باب خپلې نظريې هم بيان کړې.

ون جيا باو وويل چې اروپا بايد په خپلو ځينو هېوادونو کې د حاکميت پورونو د رامنځته شوي بحران د پراخېدو مخه ونيسي او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو هيله يې څرګنده کړه.

(( اروپا د چين ستراتيژيکي همکاريز ملګری دی، موږ تل د اروپا په وړاندې اقتصادي پرمختګ او ننګونو ته پاملرنه کوو. موږ څو ځله څرګنده کړې چې چين غواړي د مرستې په هدف په اروپا کې لا زياتې پانګونې واچوي. خو د دې ترڅنګ زه هيله لرم چې د اروپايي ټولنې مشران او د عمده اروپايي هېوادونو مشران له چين سره اړيکو ته په ستراتيژيکي سترګه وګوري، د بلګې په توګه د چين پوره بازاري اقتصادي مقام ومني. د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د نظام سره سم، تر ٢٠١٦ کال پورې به د چين د بازاري اقتصاد مقام د ټولې نړۍ له خوا ومنل شي. زه به په راتلونکی مياشت کې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره ليدنه وکړم، زه هيله لرم چې په دغه کتنه کې برياليتوب تر لاسه کړم.))

ون جيا باو څرګنده کړه چې امريکا په نړۍ کې يو تر ټولو لوی پرمختللی هېواد دی او ځواکمن اقتصادي زور، ټينګ تخنيکي بنسټ او غني استعداد لرونکي کسان لري، نو موږ باور لرو چې امريکا ستونزې حل او اقتصادي بيا سمسور پوره کولای شي. خو هيله ده چې امريکا مناسبه اقتصادي پاليسي غوره کړي او د ماليې او پولي چارو ثبات وساتي، تر څو د پانګه اچوونکو ګټې او باور وساتل شي.

د پرمختګ کيفيت ته پاملرنه د دغه فورم اصلي موضوع وه. ون جيا باو د تصديو خاوندانو اړوندو پوښتنو ته د ځواب په ترڅ کې ياده شوې مسئله بيان کړه. هغه وويل،

(( لومړی، کيفيت لرونکی پرمختګ يعنې هراړخيز، همغږی او دواملرونکی پرمختګ. چين بايد د بېلا بېلو سيمو تر منځ او د ښارونو او کليو تر منځ د پرمختګ نه برابرۍ مسئلې حل کړي او د اقتصادي او ټولنې تر منځ د همغږی پرمختګ لپاره هڅې وکړي. دوهم، کيفيت لرونکی پرمختګ يعنې د لوړو تخنيکونو په ملاتړ پرمختګ. درېيم، کيفيت لرونکی پرمختګ يعني د کاربون دوه اکسايد د کمې ايستنې په بنا چاپيريال ساتونکی پرمختګ. څلورم، کيفيت لرونکی پرمختګ يعنې د خلکو د ژوند ګټور پرمختګ. ))

 

بر سيره پر دې، ون جيا باو د هغو څانګو د استازيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. هغه څرګنده کړه چې له افريقا سره د چين د مرستو مهم ټکی د افريقايانو د ژوند ښه والی دی، تر څو افريقايان زموږ له مرستو څخه رښتينې ګټې تر لاسه کړي. زموږ مرستې بې غرضه دي. ون جيا باو د چين د پرمختګ او د افريقا د اقتصاد او سوداګرۍ ترمنځ اړيکې او له افريقا سره د چين بنسټيز اصول بيان کړل.

(( لومړی، چين د متقابل درناوي او برابرو او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کوي. دوهم، چين تل ته د افريقا حاکميت، د خاورو بشپړتيا او د انکشافي لارې په باب د افريقايانو انتخاب ته درناوی کوي . درېيم، چين تل د ګډو ګټو او برياليتوبونو لپاره کوښښونه کوي. چين بايد له افريقا سره په همکارۍ کې په مناسبه توګه سرچينې استخراج او استعمال کړي او ځايي چاپيريال او کلتور ساتنه وکړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای