CRI Online

د چين د وارداتي او صادراتي مالونو د ١١٠ مې دورې سوداګريز نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2011-10-21 19:28:19

د چين د وارداتي او صادراتي مالونو د ١١٠مې دورې سوداګريز نندارتون پرانيستونکي مراسم او د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې د چين د شاملېدو لسمې کليزې فعاليت د اکتوبر په څوارلسمه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو چې د چين د دولت رئيس هو جين تاو په همدې مناسبت د مبارکۍ پېغام ورکړ او صدراعظم ون جيا باو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په ګوانګ جو کې د چين د وارداتي او صادراتي مالونو سوداګريز نندارتون په ١٩٥٧ کال کې جوړ شوی و. صدراعظم ون جيا باو وويل، د تېرو پنځوسو کالونو راپدېخوا دغه نندارتون تل د حالت په بدلون سره د نوښتونو په وسيله د پرمختګ او سمسورتيا تمايل ساتلی دی. دا چې سږ کال د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې د چين د شاملېدو له لسمې کليزې سره برابر دی، د چين د ورخلاصون په بهير کې د ياد وړ يوه مهمه پېښه ده. د ګوانګ جو دغه نندارتون به د اقتصاد د چټک پرمختګ او د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا سره سره ښه راتلونکې ولري.

((ويل کيږي چې په ګوانګ جو کې د چين د وارداتي او صادراتي مالونو سوداګريز نندارتون نړۍ ته د چين را کړې ورکړې يوه کړکۍ خلاصه کړې، نو د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې ګډون نړۍ ته د چين دروازه پرانيستلې ده. داسې هم ويل کيږي چې چين د دغه نندارتون له لارې نړۍ ته خپل لاس ورکړی، نو چين د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې د ګډون په وسيله له نړۍ سره د غېږې روغبړ کړی دی. ))

د تېرو لسو کلونو راپدېخوا د چين د وارداتي او صادراتي مالونو ارزښت د نړۍ له شپږم مقام څخه دوهم مقام ته لوړ شوی، د چين له خوا جلب شوي د بهرنيو سوداګرانو مستقيمې پانګونې په پرمختيايي هېوادونو کې لومړی ځای نيولی او بهرنيو هېوادونو ته د پانګونې د کلني زياتوالي انډول يې له څلوېښتو څخه اوښتی دی.

ون جيا باو وويل، چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان په WTO کې د شاملېدو په وخت کې خپلې ژمنې پلي کړې دي. واقعيت دا ښکاره کوي چې د چين د ورخلاصون پياوړتيا يو مليارډ او دری سوه مليونو چينايانو او د نورو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې دي. ون جيا باو غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه بايد د اوسني نړيوال پولي بازرا په وړاندې ګډې هڅې وکړي.

(( په دغه کليدی پړاو کې چې نړيوال پولي بازار ګډوډ دی او په نړيوال اقتصاد کې ناثابت او د ناارامۍ عوامل زيات شوي او د عمده اقتصادي ټولنو د بيا سمسوتيا ګامونه ورو شوی دي، نړيواله ټولنه بايد د بازارونو ورخلاصون لا پياوړی کړي، د سوداګرۍ له ډول ډول ساتونکيو غوښتنو سره د مقابلې لپاره لا ټينګه رويه غوره کړي او ټينګ ګامونه پورته کړي او په ښه توګه د نړيوالې سوداګرۍ لانجې له منځه يوسي. ))

ون جيا باو څرګنده کړه چې د ورخلاصون پر اساسي ملي تګلارې او د متقابلو ګټو پر ستراتيژۍ ټينګار کول د چينايانو خپل انتخاب دی، چين لا هم يو پرمختيايي هېواد دی، نو چين بايد خپل افکار خلاص کړي، اصلاحاتو او ورخلاصون ته دوام ورکړي او د نورو هېوادونو له برياليتوبونو څخه زده کړې وکړي او ښې نتيجې لاس ته راوړي. هغه وويل:

(( اوس په چين کې د ورخلاصون د پراخوالي بنسټ ټينګ او شرايط يې لا پاخه شوي دي. دوولسم پنځه کلن پلان مو جوړ کړی دی، په دغه پلان کې په ښکاره توګه ټاکل شوې چې موږ به د ورخلاصون تګلاره لا فعاله او مثبت ټکي به پام کې ونيسو او له دغه پلان څخه د چين د حکومت او خلکو ستر غيرت او ټينګه اراده ښکاريږي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای