CRI Online

په ايپيک کې د چين او امريکا ترمنځ د همکارۍ اهميت

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 13:17:05

د اسيا او أرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو غير رسمي غونډه به د ډسمبر له ١٢مې نېټې څخه تر ١٣مې نېټې پورې د امريکا په هاوايي کې تر سره شي. امريکا او چين په جلا جلا توګه په نړۍ کې لومړی لوی پرمختللی هېواد او لوی پرمختيايي هېواد دی، نو ټوله نړۍ د دواړو هېوادونو ويلو او کولو ته متوجه ده. د دغې غونډې له پيل مخکې، چيني او امريکايي اړوندو پوهانو څرګنده کړې چې د نړۍ د لومړی او دوهمې لويې اقتصادي ټولنې په توګه، د چين او امريکا ترمنځ همکاری د اسيا و ارام سمندر سيمې د سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره مهم ارزښت لري.نوموړی سازمان يعني ايپيک يو داسی اقتصادي همکاريز سازمان دی چې کچه يې په اسيا او ارام سمندر سيمه کې تر ټولو لوړه، اغيزه يې تر ټولو لويه او ميکانيزم يې تر ټولو بشپړ دی. نه يوازی پرمختللی هېوادونه، بلکې پرمختيايي هېوادونه ، دغه راز نه يوازې پخوانی اقتصادي ځواکمن هېوادونه، بلکې نوی اقتصادي ټولنې په دغه سازمان کې شامل دي چې پکې امريکا او جاپان د پرمختللې ټولنې استازي دي او چين لومړی لوی پرمختيايي هېواد او اقتصادي ټولنه ده. د ايپيک د هاوايي غونډې د تدارکاتي کميټې مشرې مونيکا وېلې وويل چې په هاوايي کې د چين، جايان او امريکا د لاس روغبړ ډېر مهم دی.

امريکا به د ايپيک د دغې دورې په سرمشريزه غونډه کې هغو موخو ته پاملرنه وکړي چې د سوداګرۍ او پانګونې په وسيله د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي يووالی او د سوداګرۍ د پراخوالي چټکتيا، شنه دواملرونکی پرمختيا، د څارونکی نظام د کيفيت پياوړتيا او داسی نور. د مېرمن وېلې په اند، په يادو شويو موخو کې د چين او امريکا ترمنځ د همکارۍ فرصتونه زيات دی.

زما په اند(( په شنه اقتصاد کې چين او امريکا ډېرې ګډې ګټې لري. د سيمه ييز اقتصاد يووالی په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د ازادې سوداګرۍ د تاسيس لپاره بسټ جوړوي چې امريکا او چين به د دی هدف تر ټولو لوی ګټه اخيستونکی دي. بر سيره پر دې، موږ د چاپيريال ساتنې په چارو کې د اړوندو توليداتو او خدمتونو په اړه زيات نوښتونه لرو، د پوهنې ملکيت حق د ساتلو په ساحه کې له چين سره همکارۍ ته اړتيا لرو. ))

ټولو ته معلومه ده چی په اقتصادي پرمختيا کې د چين او امريکا ترمنځ ځينی توپيرونه موجود دي، د بلګې په توګه د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت مسئله او تجارتي مناقشې. د امريکا د نړيوالې ستراتيژۍ څيړنيز مرکز پوه ميکل ګرين وويل، په ايپيک کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاری نه يوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره، بلکې د اسيا د ثبات لپاره ګټوره ده.

(( امريکا او چين په ايپيک کې زيات تضادونه نلري، خپلمنځی همکارۍ لا زياتې دي. د چين مشران په ايپيک کې د ګډون او همکارۍ له لارې امريکا ته دا ښيي چې د چين حکومت نه غواړي اسيايي ګروپ جوړ کړي، بلکې امريکا د اسيا او ارام سمندر سيمې په چوکاټ کې د يوغړی په توګه شامل کړي.))

 

د چين او امريکا ترمنځ همکاری د ايپيک خوځنده ځواک دی، په بله خوا ايپيک د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يو پل هم دی. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د سيه ييزې همکارۍ څيړنيز دفتر مشر وانګ يو جو څرګنده کړه چې ايپيک د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره مهم ارزښت لري.

(( دا بايد ومنل شي چې ايپيک د يو ډګر په توګه د چين او امريکا ترمنځ په تګ راتک کې مهم رول لوبوي، خو مشخص رول يې حساس دی. خو ويل کېږي چې لږ تر لږه د ايپيک له امله د دواړو هېوادونو مشران هر کال يو له بل سره د کتلو يو فرصت برابريږي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای