CRI Online

په نړۍ کې د چين د کيميا ګروپ سيالي

cri     (GMT+08:00) 2012-01-30 14:51:47

د چين د کيميا ګروپ چې پخوا يې د بهرنی سوداګرۍ يوه تصدی وه، په يوې خدمتي تصدۍ د بدلولو په بهير کې د پرمختللو تخنيکونو او نوښتونو په اتکا د تصدۍ د دواملرونکې پرمختګ لاره غوره کړې او د انرژۍ، کيميا او کرهڼې په ساحو کې يې د شنې سيالۍ توان ټينګ کړی دی.

ټولو ته معلومه ده چې د فوريون په نامه د سړولو ماده پر ازون دايرې باندې منفي اغيزمنه ده. د چاپيريال ساتنې لپاره ددې مادې پر ځای د نورو بدلونکو مادو د جوړولو تکنالوژی چې chlorine کلورين شامل نه دی ،د کم شمير هېوادونو تر کنترول لاندې ده . خو د چين د کيميا ګروپ په بريالۍ ډول يو نوی ډول ماده جوړه کړې چې له امله يې تخنيکي انحصار مات کړی او کورنی بازار يې نيولی دی، بلکې پر ازون دايرې باندې دری لکه ټنه اغيزمن مواد يې کم کړی دی.

د ياد شوي ګروپ په اړه د لان تيان تصدۍ د سرمنيجر مرستيال جنګ چي ده وويل

((د کاتاليزور استعمال په ټول توليدي بهير کې کليدی تخنيک دی. اومه مواد دکاتاليزور تر اغيزې لاندې په توليداتو بدليږي. اوس مهال زموږ د اړوندو تخنيکونو د څيړنې او استعمال سويه د چين په دننه کې مخکنی ځای نيسي. ))

د خپل قوت په اتکا څيړنه او نوښت د دې ګروپ د اصلاحاتو الهام او خوځنده ځواک دی. د کاتاليزور څيړنه يوازی د نوموړي ګروپ د اصلاحي لارې يوه برخه ده. د ګروپ مرستيال مشر وانګ ين پينګ وويل،

((د بهرنی سوداګرۍ له تصدۍ څخه د ګروپي تصدۍ د ابادۍ په بهير کې زموږ سرچينې محدودې دي. نو موږ بايد د سرچينو سپمونې ته او د تصدۍ او سرچينو، د چاپيريال او ټولنې ترمنځ همغږۍ ته په درنه سترګې وګورو او د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتلو لپاره دې يوه نوې لاره غوره کړو ، په بله ژبه د پرمختيا شنه لاره. ))

د چاپيريال ساتنې شعور د لوړوالي سره سره د يوې تصدۍ لپاره د شنې سيالۍ توان پياوړتيا په سياليو کې د غوره والي ګټلو يوه ښه لاره ده . د چين د کيميا ګروپ نه يوازې د سالم او دواملرونکی پرمختګ يوه لاره لټولې ده ، بلکې د نړيوالو تصديو د پرمختګ له جريان سره سمون لري.

(( د شنې سيالي توان دامعنی لري چې په سياليو کې د تصدۍ غوره والی د چاپيريال ساتنې او له طبيعي سرچينو څخه د اغيزمن استعمال پر بنسټ ولاړ دی، نو تصدی به په لا اغيزمنه توګه بازار ته شنه توليدات او خدمتونه وړاندې کړي. د شنې سيالۍ توان په رښتينۍ توګه د دواملرونکی پرمختګ عمومي توان دی چې د تخنيک او اداري نوښت له لارې پياوړی کيږي.))

د شنې سيالۍ توان پياوړتيا د انرژۍ، کرهڼې او کيميا په برخو کې د چين د کيميا ګروپ ته ستر اقتصادي او ټولنيزې ګټې رسولې دي. د بيلګې په توګه د ګروپ د تای څانګ د کيميا په صنعتي سيمه کې د سړولو نوی ډول مادو د توليدولو تجهيزاتو د جوړېدو له امله د خرڅلاو اندازه او ګټې هر کل لوړېږي. د صنعتي سيمې سرمنيجر جانګ های بينګ وويل،

(( زموږ ګټې په ٢٠٠٨ کال کې پنځوس مليونه يوانه، تير کال درې سوه مليونه يوانه ول، سږ کال ښايي پنځه سوه او اتيا مليونو يوانو ته ورسيږي. ))

د چين د کيميا ګروپ په وروستيو کلونو کې په علمي څيړنو او نوښتونو کې زياتې پيسې لګولې دي چې د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د غوښتل شويو انحصاري حقوقو د زياتوالي انډول د نورو دولتي تصديو په نسبت لا چټک و. د ګروپ مرستيال مشر وانګ ينګ پينګ وويل

((هيله لرو چې خپل ګروپ د انرژۍ، کرهڼې او کيميا په ساحو کې د يوې مسئولانې سترې دولتي تصدۍ په توګه ودان کړو .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای