CRI Online

د شانګهای د باو شان د اوسپنو او فولادو توليدولو شرکت

cri     (GMT+08:00) 2012-01-30 14:59:03

نوښت يا ابتکار چې د باو شان د اوسپنو او فولادو د توليدولو شرکت د کلتور بنسټ بلل کېږي ، د دغې لويې دولتي تصدۍ د کارکوونکو په زړونو کې ريښه زغلولې ده. د کارکوونکو په اند په خپل کار کې نوښت نه يوازی يوه دنده او مسئوليت دی، بلکې د دوی په ژوند کې خونديتوب او خوشحالی هم ده. په وروستيو کلونو کې د دې شرکت د کارکوونکو له خوا يو زروسلو نوښتونونو د اختراعاتو په کورنيو او بهرنيو نندارتونونو کې جايزې ګټولې دي. اوسمهال په دې شرکت کې په منځنۍ توګه هره ورځ څلور انحصاري حقونه پيژندل کېږي. د تخنيکي پرمختګ په دولتي جايزه لسو ګټوونکو کې دری تنه د باو ګانګ شرکت کارکوونکي دي او نور دوه تنه د چين د کارګرو مختراعانو په جايزې ووياړل شول. د شرکت د حمل و نقل څانګې تخنيک پوه کونګ لي مينګ له دوو سوو څخه زيات پرمختللي تخنيکونه اختراع کړيدي.

کونګ لي مينګ پخوا د موټر ترميمولو کارګر و، خو اوس په شانګهای کې لومړی انجنير دی چې تر ټولو زيات شخصي تخنيکي اختراعات له ځانه لری. د ده د زياتو کولو کوششونو دا حقيقت تاييد کړی چې اختراع له علاقې څخه سرچينه اخلي . هغه وويل

(( له ماشومتوب څخه مې له لوستلو سره مينه درلوده او دغه عادت مې تر اوسه ساتلی دی . که يو وګړی له هيڅ شی سره علاقه نلري، يقينأ خوځنده ځواک يې هم کمبود دی. دغه ډول خوځنده ځواک ستړيا ليرې کولی شی.))

شپيته کلن کونګ لي مينګ تل د نويو مالوماتو په خپلولو بوخت دی. هغه هره ورځ د تلويزيون د خبرونو او تخنيک پروګرامونه ګوري څو چې عصري علمي او تخنيکي معلومات خپل کړي . هغه د دېرش کلنۍ په عمر د انګليسي ژبې په زده کولو ، د څلوېښت کلنۍ په عمر په ټايپ کولو او د پنځوس کلنۍ په عمر د کمپيوټر په استعمالولو پيل وکړ چې په پايله کې يې زيات استعدادونه خپل کړي دي

کونګ لي مينګ وويل

(( ولی زه د باو شان په شرکت کې کار کوم؟ زه کله کله نورو تصديو ته ځم او په بېلابېلو غونډو کې ګډون کوم، فکر کوم چې ولې په زياتو تصديو کې د اختراع لپاره مناسبه زمينه برابره نه ده ؟ زموږ په شرکت کې ښه زمينه برابره شوېده ؟ پوه شوم چې د اختراع مفکوره ډېره مهمه ده، د تصدۍ کلتور د مفکورې د جوړېدو بنسټ دی.))

په دغه شرکت کې بيا بيا د نوښتونه څپه راپورته شوې او د نوښت کولو يو لړ ډلې جوړې شوې چې د کارګرو د نومونو له خوا نوميږي. د کارګرو په اند دوی د تصدۍ د سمسورتيا لپاره د خدمت کولو په ترڅ کې خپل پرمختګ هم تر لاسه کړی دی، نو هره ورځ دوی په خوشحالۍ تېروي. د شرکت د کارګرو ټولنې په اړه د اقتصاد څانګې مشر ښاغلي ليانګ وي وويل

(( اوسمهال کارګران د پوهې، نظر، فردي خصلت او ارمان خاوندان دي او ځاني ارزښتونه لری چې دغه ارزښتونه يوازی د خپل کار د ترسره کولو له لارې عملی شی. نو دوي ته له دوو برخو اړين دي چې له يوې خوا کارګران غواړي چې د خپل کار له لارې خپل ارزښتونه او موخې پوره کړي. له بلې خوا تصدۍ بايد د کارګرو د روزنې دنده په غاړه ولری تر څو دوی د ماهرو کارګرو په توګه وګرځي. ))

د باو شان د اوسپنو او فولادو شرکت پرمختګ او غښتليتوب د کارګرو د نوښت پر بنسټ ولاړ دی. نن ورځ د باو شان شرکت برياليتوبونه د چين پر يو سل او نهه اتيا دولتي تصديو باندې اغيزمن دي. په راتلونکی کې به لا زيات مخترع کارګران رامنځته شي او د عصري تصديو د پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای