CRI Online

د چين د دا چينګ نفت توليدونکی سيمې د دواملرونکی پرمختګ لاره

cri     (GMT+08:00) 2012-02-29 14:03:41

دوه پنځوس کاله کيږي چې د چين د دا چينګ نفت توليدونکی سيمه د نفتو په توليدولو لوېدولې ده. دغه سيمه د چين په شمال ختيځ کې پرته ده، د هېواد لپاره يې دوه مليارډه او اتيا مليونه ټنه نفت توليدولی دی چې د چين د بېلا بېلاو ساختماري چارو لپاره د انرژۍ تامين برابر کړی دی.

د دا چينګ نفت توليدونکې سيمې په دوه پنځوس کلن کاروبارو کې ګڼ شمېر برياليتوبونه جوړ کړي : په ١٩٧٦ کال کې د نفتو کلنې توليدي اندازه له پنځوس مليونو ټنو څخه اوښتی چې د نړۍ د سترو لويو نفت توليدونکو سيمو په لړ کې ننوتلې وه، او په ورپسي تسلسلو اوه وېشتو کلونو کې نوموړې لوړه توليدي اندازه ساتل شوې وه چې دا د نړۍ په دغه ډول تفت توليدونکو سيمو کې يوه مغجزه وه.

اوس مهال د نفتو کمبود لا هم د دا چينګ نفت د توليدونکې سيمې په وړاندې دی. د دا چينګ د نفت توليدونکې سيمې تصدی په چين کې يو ډېره ستره دوليتي تصدی ده، د منيجر مرتسيال سوی جون وويل،

(( زموږ د تصدۍ په وړاندې د سرچينو، تخنيکونو او د پانګونې او ګټې ترمنځ د تضاد په ګډون عمده درې ستونزې موجودې دي. نو موږ د نفت تولدولو لاره بشپړه کړې يو چې پخکې مو د نفت توليدونکی څاګانو د زياتولو په وسيله د نتو توليدي اندزاه ثابته کړه، خو اوس موږ د تخنيکي نوښتونو او ملاتړونو په وسيله دغه موخه پوره کوي. ))

د دا چينګ د نفت توليدونکی تصدۍ د نفتو استخراج له نويو تخکونو څخه د استعمالولو او د بهرنيو بازارونو د پراخولو له لارې د اقتصادي جوړښت بشپړتيا او دواملرونکې پرمختګ ګټلی دی.

په ٢٠٠٣ کال کې تصدۍ يوه ستراتيژيکي موخه جوړ کړه چې د دا چينګ تفت توليدونکی سيمې توليدي وخت سل کلونو ته دوام ولري ، نو د نفتو کلنې توليدي اندازه يې څلوېښت ټنو ته ټيټه کړه او يو نوی ډول تخنيک يې غوره کړ. د تصدۍ د استخراج څانګې مرستيال مشر لي يان شينګ په ساده توګه د مخکنی استخراج د لارې معرفي وکړ:

(( نفت د ډبرو په درزونو کې زيرميږي. موږ د نفتو توليدولو په سيمه کې ځينی څاګانې کښل او په دغو څاګانو کې د اوبو د خړوبولو له لارې تر ځمکو لاندې فشار اوچتوي، تر څو تر ځمکو لاندې نفت شړل شي. ))

خو اوس تر ځمکو لاندې د ډک شويو اوبو د زياتوالي له امله د اومو نفتو د توليدولو ستونزه سختيږي. دغه راز په اوسنی مهال کې تخنيکي نوښت د نفت توليدونکې سيمې د اقتصادي ګټې لپاره ډېر مهم دی. د تصدۍ د منيجر مرستيال سوی شون وويل،

(( هره نفت توليدونکې سيمه د توليدي اندازې د زياتوالي، ثابت، کام په کام ټيټوالي او کموالي په ګډون له لازمو پړاو سره مخامخ دی. د دا چينګ نفت توليدونکې سيمه اوس د توليدي اندازې د ګام په ګام ټيټوالي په پړاو کې دی چې د ټيټوالي کلينی انډول نهه سلنه ده. خو زموږ د تخنيکي نوښت له امله دغه انډول شپږ سلنې ته کم شوی دی. په دغه پړاو کې د څاګانې زياتوالی د توليدي اندازې د ثابتولو يوه اغيزمنه لاره ده، خو د دواملرونکی پرمختګ لاره نه . نو موږ د څاګانو زياتوالی ورو کړی او د يو نوی ډول په وسيله د استخراج اغيزمنتوب لوړ کړی دی.))

د نختيکونو د بشپړولو تر څانګ. تصدی هم د بهرنيو بازارونو د پراخولو ګامونه چټکوي. د تصۍ د نړيوالو بازارونو د پراخولو دفتر مشر جانګ باو شي وويل،

(( زموږ برقی واټر پمپونه د نورو نړيوالو مشهورو تصديو له توليداتو سره په رقابت کې دي، ځکه زموږ د توليداتو کيفيت او خدمت ښه دي، خو بيه يې ټيټه ده. موږ د څلوېشت ساعتونو خدمت برابروو. زموږ توليداتو او خدمتونو د مشتريانو ډېر ښه ارزونې ګټولې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای