CRI Online

د پسرلنې جشن په موده کې د چينايانو لګښتونه زيات شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2012-02-29 14:07:24

د چين د سوداګرۍ وزرات د شمېرنې له مخې، د پسرلنې جشن په موده کې د پرچون پلورنې او رستورانټ د مهمو چيني تصديو خرڅلاو ارزښت څلور سوه او اوويا مليارډو يوانو ته رسيدلی دی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس سلنه زياته شوې ده. په داسی حال کې چې د چين د بهرنی اقتصادي حالت ښه نه دی، صادرات يې کم او د پانګونې سرعت يې ځنډ شوی دی ،د کورنيو اړتياوو زياتوالی په روان کال کې د اقتصادي چارو د مهم ټکي په توګه بلل کېږي. د چين په يوه ولسوالی کې زموږ خبريال د بازار تودوالی کتلی دی.

ليانګ شان د چين په ختيځ کې د شان دونګ ولايت يوه ولسوالی ده چې پکې څه باندې اوه لکه اوسېدونکي ژوند کوي. د پسرلني جشن په موده کې لوي يا کوچني دوکانونه له مشتريانو څخه ډک وو. څلوېشت کلن اوسيېدونکي شو نينګ نينګ چې د کال په پاي کې يې ښه پاداش اخيستی دی ، وويل

(( زرګونه يوانه پاداش مې ګټلی او تقريبا ټولټال مې لګولي دي. د کال په پای کې ما ډاليو ، د طب او عمر بيمې او نورو شيانو ميانو اخيستلو لپاره زياتې پيسې لګولي ، کور مې اخيستی او هره مياشت مې د موټر لپاره تقريبا يو زر يوانه لګوم. زما معاش د ژوند د اړتياوو د پوره کولو لپاره کافی دی . ))

ښاغلي شو نينګ نينګ له يو پوهنتون څخه تر فراغت وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستون شو او د موټر توليدولو په يوه تصدی کې کار کوي چې معاش يې دوه زره يوانه دي. د ده په شان ځوانان د چين په کوچنيو ښارګوټو کې عمده مشتريان دي .

د برقي لوازمو د يو ځايي پلورنځای منيجر وانګ يوان وې وويل،

((کاروبار مو ډېر ښه دی، په تيره بيا په وروستيو دوو کلونو کې، ځکه چې لا زيات کليوالان په ښارونو کې مزدوري کوي، نو د دوی ژوند ښه شوی دی. د پسرلنې جشن په موده کې او يا د واده لپاره د يخچال ، د کاليو مينځلو ماشين او ټېلويزيون د خرڅلاو اندازه زياتيږي. ))

د شمېرنې له مخې، د پسرلنې جشن په موده کې د جامو، ګاڼو او خوراکونو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په نسبت لس سلنه زياته شوې ده.

د شېرنې د دولتي ادارې مشر ما جيان تانګ په دی نظر دی چې چين لا هم يو پرمختيايي هېواد او د ښاري او صنعتي کېدو له اوږد مهالی بهير سره مخامخ دی، نو زياتو پانګو ته اړتيا لری، خو د اوږدې مودې لپاره د پانګونې د ګړندي زياتوالي ساتنه احتمالی نه ده ، نو لازمه ده چې کورنيۍ اړتياوې وهڅول شی .

(( موږ بايد د پانګونې د ثابت زياتوالي د ساتلو تر څنګ د مصارفو د هڅولو لپاره لا نور تدبيرونه ونيسو او د اقتصاد د پرمختيا لارې چارې بايد د پانګونې د مناسب زياتوالي، د مصارفو، صادراتو او وارداتو د مناسب زياتوالي پر بنسټ ولاړ وي ، خو پخوا مو د پانګونې په زياتوالي له حده زياته اتکا کوله. ګواکي دغه بدلون اوږد مهالی بهير ته اړتيا ولری، خو زما په نظر دغه تغيير په وروستيو څو کلونو کې پيل شوی دی. ))

د نامتو اقتصاد پوه ياو جينګ يوان دا نظر لری چې که غواړي د لګښتونو زياتوالي د اقتصاد پرمختيا ته مخه کړي، نو بايد د اوسېدونکو عايدات زيات شی څو چې ددوي د خوښۍ وړ لا زيات شيان واخستل شی. هغه وويل،

(( د لګښتونو د زياتوالي لپاره بايد لومړی د وګړيو عايدات لوړ شی چې دا په دوو يا دورېو کلونو کې ترسره نشی کېدای ، ښه به دا وي چې د ټولنې شتمنۍ په مناسب ډول بيا تقسيم شی . زما ادعا دا ده چې د مالي عايداتو يوه برخه په وګړيو وويشل شی چې دا نه يوازی د شيانو بيې د ثابتوالي په عين وخت کې د پيسو له پړسوب څخه هم ډډه کيدای شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای