CRI Online

ليبيا ته د چيني تصديو د راستېدو وخت نه دی ټاکل شوی

cri     (GMT+08:00) 2012-02-29 14:10:11

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند شن دان يانګ د فبرورۍ په ١٦مه نېټه وويل، له دې امله چې د چين او ليبيا ترمنځ د چيني کارکوونکو د امنيت، زيان، جبران او د پروژو د پيسو تادياتو په اړه يو لړ مشخص مسايل نه دي حل شوي، نو ليبيا ته د چيني تصديو د راستنېدو او د پروژو د بيا پيل وخت لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی. په عين وخت کې په داسې حال کې چې په دې وروستيو په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو په موخه پېښې مکررا رامنځته شوې دي، شن دان يانګ وايي چې موږ بايد د چيني تصديو د امنيتي ننګونو په وړاندې سړه سينه وساتو.

د سږ کال د فبرورۍ له ٤مې نېټې څخه تر ٨مې نېټې پورې، د چين د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ يوې ډلې ليبيا ته سفر وکړ چې په دغه هېواد کې د انقلاب د پيل راهيسې دغه هېواد ته د چين لومړی حکومتي ډله وه. دغې ډلې په خپل سفر کې د ليبيا د کورونو او عامو تاسيساتو وزارت، د اقتصاد وزارت او د بنغازي له مسئولينو سره خبرې وکړې. د ليبيا خوا هيله څرګنده کړه چې له چين سره په ليبيا کې د چيني تصديو د پاتي شويو پروژو په اړه د نظريو تبادله وکړي او د رامنځته شويو ستونزو د حل لپاره همکاری وکړي.

(( په خبرو اترو کې د ليبيا خوا د کاري ډلې د راتګ هر کلی وکړ او څرګنده يې وکړه چې له چين سره د اړيکو او همکارۍ پياوړتيا ته په درنه سترګه وګوري او له چيني تصديو سره د لاسليک شويو تړونونو مراعات وکړي. ليبيا هرکلی کوي چې چين د ليبيا په بازار کې بيا ګډون وکړي او چيني تصدۍ د ليبيا له بيا رغونې سره مرستې وکړي. دغه راز هيله يې وکړه چې چيني تصدۍ له فرصت څخه په ښې استفادې سره دوه اړخيزه پانګونه او همکاری ژر تر ژره اعاده او پيمانه يې پراخه کړي.))

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د چين د هوا وې تصدی او د جونګ شين مخابراتي تصدی له ليبيا څخه نه دي وتلې. د چين د تعميراتو عمومي شرکت، د چين د بريښنا ګروپ او د چين د ګه جو با ګروپ په ګډون څو تصديو د پاتي شويو مسئلو د حلولو او د نيمګړيو پروژو د بشپړولو لپاره ليبيا ته استازي ليږلي دي.

د وروستيو کلونو راهيسې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو لخوا ټيکه دارې پروژې او لېږل شوي کارکوونکي زيات شوي چې د تېر کال تر پايه پورې يو زر او اته سوه چيني تصدۍ او يو مليون دوه لکه چيني کارکوونکي ميشته شوي او لګول شوې پانګې يې له يو زر او پنځه سوه مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وې. شان دان يانګ وويل، موږ بايد د چټک پرمختګ ترڅنګ بايد په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو او کارکوونکو شخصي امنيت ته پاملرنه وکړو. ځکه چې په سوډان او مصر کې د چيني کارکوونکو د تښتول کيدو پېښې رامنخته شوې.

(( موږ د ځينو غيرمترقبه پېښو له امله په کورکورانه بدبينی کې نه شو ډوبولی او علاوه پردې له خپلو ټولو کوششونو څخه لاس اخيستی شو. نه يوازې تصدۍ بلکې حکومت هم بايد په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو په وړاندې ننګونو او ستونزو ته په لا سړه سينه وګوري او معقوله غبرګون وښيي.))

د سوداګرۍ وزارت په ګډون اوو څانګو په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو او کارکوونکو د امنيت ادارې مقررات خپاره کړل چې دا په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو او چينايانو په وړاندې د خطرونو د مخنيوي او کنترول ميکانيزم جوړولو يوه مهمه برخه ده، تر څو له خطرونو څخه د ژغورلو لپاره د تصديو لارښوونې په هکله علمي اداري سيستم جوړ شي.

(( د سوداګرۍ وزارت به د هېواد په دننه کې دامنيت د ادارې په اړه روزنې ترسره کړي او د نوموړي لارښوونې د عملي کولو په اړه د اړوندو تصديو څارونه وکړي، هيله لرو چې په لنډه موده کې به دغې تصدۍ د احتمالي خطرونو د مخنيوي شعور لوړ شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای