CRI Online

چين د بهرنې سوداګرۍ د برابر پرمختګ لپاره زيات ګامونه پورته کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-02-29 15:45:21

په ٢٠١١ کال کې د چين واردات او صادرات په چټکه توګه پياوړی کړی او د سوداګرۍ مثبت توازن د تېر کال په نسبت څوارلس اعشاريه پنځه سلنه کم شوی دی. خو د تېرو مياشتو راهيسې د چين د بهرنې سوداګرۍ زياتوالی ورو شوی دی، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د بهرنې سوداګرۍ په وړاندې ستونزې زياتيږي.

په ٢٠١١ کال کې چين لا هم په نړۍ کې د صادراتو د لومړی لوی هېواد او د وارداتو دوهم لوی هېواد مقامونه ونيول. خو د تېر کال د ډسمبر راهيسې د نړيوالو اړيتاوو د کموالي، د نړيوال اقتصادي پرمختګ د ورووالي او د يوانو تبادلوي ارزښت د لوړوالي له امله د چين د صادراتو او وارداتو زياتوالی انډول ټيټ شوی دی.

د چين د لومړی ټاکلی موخې سره سم به سږ کال د چين د بهرنې سوداګرۍ ارزښت د تېر کال په پرتله لس سلنه زيات شي. اړوندې خواوې د بهرنې سوداګرۍ د چټک، سالم او اغيزمن زياتوالي لپاره مثبت ګامونه پورته کوي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شن دان يانګ خبريالانو ته وويل

(( چين د صادراتي توليداتو د ګمرکي مالياتو کمولو، د ژن مين بي تبادلوي ارزښت د ثابتولو او د پروسس تجارت د زياتولو لپاره يو لړ تګلارې عملي کړې، د صادراتي تصديو په تيره بيا د منځنيو او کوچنيو تصديو ملاتړونه او خدمتونه پياوړی او د سوداګرۍ د اسانتيا لپاره ځينی نوی تدبيرونه غوره کړي دي.))

د چين د دولتي پرمختګ او اصلاحاتو ملی کميټې مرستيال مدير جانګ شياو چيانګ څرګنده کړه چې سږ کال به چين بانکونه او پولي څانګې وهڅوي چې د بهرنې سوداګرۍ ملاتړکوونکی پيسې زياتې کړي، په تيره بيا د منځنيو او کوچنيو تصديو لپاره لا زيات پورونه برابر کړي، د صادراتو د اعتبار تضمين ميکانيزم بشپړ کړي او د صادراتو د اعتمبار د بيمې انکشاف وکړي، تر څو لا زيات سوداګران ترې ګټه اخلي او ترې لا ښه خدمتونه اخلي.

(( چين به د يوانو تبادلوي ارزښت د ثابتولو تر څنګ د پولي خدمتونو څيړنې چټکې کړي او د بهرنيو سوداګرۍ تصديو ته لارښوونې ورکړي. ))

چين به په سږ کال کې د ځينو انرژو، اومو موادو، مصري تخنيکونو او تجهيزاتو، کليدي لوزمو او د اړتياوړ ورځنيو شيانو وارداتي ماليې ټيټې کړي او چيني تصديو ته د وارداتو اساتياوې ورکړي.

بر سيره پر دې، چين به د بهرنې سوداګرۍ د پرمختګ لاره وبدلوي. د عنعنوي غوره والو د مداوم انکشاف تر څنګ، چين به د معاملې د شبکې او د څيړنو او ډيسان ملاتړونه ځواکمن کړي. جانګ شاو چيانګ وويل

(( موږ بايد د علومو او تخنيکونو په وسيله سوداګرۍ ته پرمختګونه ورکړو. موږ بايد د هغو توليداتو د صادراتو ملاتړ وکړو چې د پوهنې تخنيک ملکيت حق په بشپړه توګه د چين په لاس کې دی او د چيني مارکونو له خوا جوړيږي، او هغه توليدات تر کنترول لاندی ونيسي چې د توليد په ترڅ کې زيات انرژی او سرچينې لګوي او ګڼ شمېر ککړ توکي باسي. موږ به د صادراتي توليداتو د کيفيت، سويې، ارزښت او د سيالۍ توان لوړولو ته پاملرنه وکړو. ))

چين به په راتلونکی کې په بهرنيو هېوادونو کې پانګونې، پروژې او سوداګري پياوړې کړي، د چيني تصديو بهرنی کاروبار وهڅوي او په نورو هېوادونو کې خپل توليدي اډې او د معاملې شبکې جوړې کړي، تر څو چې نه يوازې د کورنيو تجهيزاتو او توليداتو صادرات ، بلکې د چين د کمو کاني سرچينو واردات زيات شي.

جانګ شياو چانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين به د سوداګرۍ ازادي چټکه کړي او له سوداګريزو لانجو سره مبارزه پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای