CRI Online

چين به فعاله مالي تګلاره پلې کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-13 16:56:25

د چين د ماليې وزير شيه شيو ژن د مارچ په ٦ نېټه د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنی نوبتی غونډې په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل د ماليې وزارت به د ثبات ساتلو پر بنسټ پرمختګونه ومومي، فعاله مالي تګلاره به پلې کړي، په واقعي توګه به د خلکو ژوند ضمانت او ښه کړي او د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ لپاره به کوښښ وکړي.

د اوسنيو کورنيو او بهرنيو اقتصادي حالاتو په وړاندې د چين حکومت وړاندې کړی چې د اقتصادي کارونو سږني عمومي اصل د ثبات پر بنسټ پرمختګ موندل دی يعنې د اقتصاد د ثابته پرمخيتا، د شيانو بيو کنټرول، د اقتصادي جوړښتونو تعديل، د خلکو ژوند ښه والي، اصلاح او همغږی سره په ښه توګه يو ځای شی او په فعاله توګه د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ، د اقتصادي جوړښتونو د تعديل او ښه والي او د پيسو پاړسوب د ادارې ترمنځ اړيکې تنظيم شي.

(اواز ١)

د مالي تګلارې له لحاظه به روان کال فعاله مالي تګلاره پلې شي چې نه يوازې د مالي تګلارې سلسله او ثبات وساتل شي، بلکې د ماليې د عمومي کنټرول ځانګړتياوې پياوړې شي.

وزير شيه شيو ژن وويل روان کال به د چين حکومت په پر له پسې توګه فعاله مالي تګلاره تطبيق کړي ، په بله ژبه لومړی به د مالياتو د کمولو تګلاره نوره هم بشپړه شي. دوهم به په ښارونو او کليوالو سيمو کې د اوسېدونکو عايدات نور هم زيات شي. درېيم به د مالي تادياتو جوړښتونه نور هم ښه شي. څلورم به د اقتصادي جوړښتونو د تعديلولو کارونه او د سيمه ييز همغږي پرمختګ نورهم پياوړی شي.

وزير شيه شيو ژن وويل په تېر کال کې د چين د مالي عايداتو چټک زياتوالی په روان کال کې د خلکو ژوند د ښه والي او ضمانت، د اقتصادي جوړښتونو د تعديلولو په ګډون د بېلا بېلو چارو د هر اړخيز پرمختګ لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.

(اواز ٢)

مالي عايدات له خلکو څخه راځي او د خلکو لپاره لګيږي. څرنګه چې د هېواد مالي عايدات د عامه توليداتو او خدمتونو د برابرولو او د خلکو د عامه غوښتنو د پوره کولو لپاره مصرفېږي ، نو د مالي عايدات زياتوالی د خلکو ژوند د ضمانت او ښه والي ، د اقتصادي جوړښتونو د تعديلولو او د بېلا بېلو ساحو د پرمختګ لپاره ګټه لری او يو ښه کار دی.

د خبر له مخې، روان کال به د چين د ماليې وزارت په پوره توګه د خپل اختراعي توان او د صنعتي چارو د سيالۍ مرکزي توان د پياوړتيا ملاتړ وکړي، په فعاله توګه به د انرژۍ د سپمولو او د شنو خونيزو ګازو د ايستنې اندازې د کمولو کارونه پياوړی کړي او د نوې او بيااستعمالونکې انرژۍ او د پارکې انرژۍ پرمختګ چټک کړي. بر سېره پر دې، د ماليې وزارت به هم د صنعتي جوړښتونو د ښه تعديلولو کارونه تر سره کړي، په تېره بيا په کرهڼيزو چارو کې به لازياتې پانګې ولګوي او په ښه توګه به د کولتوري چارو د پرمختګ په اړه بېلا بېلې تګلارې پلې کړي.

د چين د ماليې وزير وزير شيه شيو ژن وويل (اواز ٣)

د خلکو د ژوند ضمانت او ښه والی زموږ د اقتصادي او ټولنيزو چارو د پرمختګ بنسټيزه موخه ده او تر ټولو مهم مالي کار دی.

وزير شيه زياته کړه روان کال به مرکزي حکومت د خلکو د ژوند په برخه کې مناسب ترتيبات ونيسي ، په بل عبارت د خلکو د ژوند په اړه د ښوونې، طب او روغتيا، ټولنيز ضمانت او کورونو په برخو کې به لګښت له يو زر او ٣٠٠ مليارډ يوانو څخه اوښتې وي چې د تېر کال په پرتله ١٩ اعشاريه ٨ سلنه زيات شي. په روان کال کې به هغه موخه پوره شي چې ښوونيز لګښت چې د ماليې وزارت لخوا برابريږي ، د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې ٤ سلنه ونيول شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای