CRI Online

چين په فعاله توګه له نورو هېوادونو سره مرسته کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-29 13:13:36

د چين دوه ملي جرګۍ تازه پای ته رسيدلې دي. کله چې لا زياتو وګړو د چين پرمختيا ته سترګې نيولې، چين له نورو بېوزليو پرمختيايي هېوادونو سره مرستې له پامه نه غورځوي. د زياتو کلونو راهيسې د خپل هېواد د اقتصادي سمسورتيا پر بنسټ له نورو هېوادونو سره د مرستې ورکولو په برخه کې د چين ګامونه چټک شوې او د پرمختيايي هېوادونو د ګډ انکشاف بهير هم پرمخ تللی دی.

له ١٩٤٩ کال څخه تر ٢٠٠٩ کال پورې په شپيتو کلونو کې د چين د بهرنيو مرستو عمومي ارزښت له دوه سوه او پنځوس مليارډو يوانو څخه اوښتی دی چې پکې د وړيا مرستو ارزښت يې ١٠٦ ميليارده او دوه سوه مليونه يوانه وو. د چين مرستې د زياتو پرمختيايي هېوادونو په هره ساحه کې لېدل کېږي، مثلا په افريقا کې د سړکونو او د اورګاډۍ د پټليو ابادی او په بنګله ديش کې د پلونو جوړونه او داسی نور. دغې مرستې د نوی چين د جوړېدو په سر کې پيل شوې ، چين په هغه موده کې چې د خپل پرمختګ له سترو ستونزو سره مخامخ و، له نورو هېوادونو سره د مرستو ګامونه يې لا هم و نه ځنډول شول.

د چين د نړيوال اقتصادي تګ راتګ مرکز عمومي مدير وې جيان ګو وويل چې چينايانو د افريقايي هېوادونو د پرمختګ لپاره خپلې خولې او وينې تويې کړې دي .

(( مثلا موږ د تانزانيا له مرکز داريس سلام څخه د زامبيا ترلوسکا پورې يو زرو اته سوه کيلومترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ جوړې کړې دي چې له پنځه اوويا وو پلونو ، څه باندې دوو سوو تونلونو او ګڼو لومړنيو ځنګلونو څخه غځېږي . څه با څه لس زره چيني کارکوونکو ددې اوږدې اوسپنيزې لارې د غځولو لپاره کوشش کړی او نژدې سلو تنو له بده مرغه خپل ژوند له لاسه ورکړ او هلته ښخ شول .))

چين د مرستو په بهير کې د وړيا مرستو پر اصل ټينګاروي او اضافي سياسي شريط نلري. د هغو چټياتو په هکله چې له افريقا سره د چيني مرستو موخه د سرچينو اخيستل دي، د چين د سوداګرۍ پخوانی وزير فو ځه ينګ وويل چې بې شکه ده چې د دوستۍ ټينګتيا د چيني مرستو هدف دی.

د يو هېواد انکشاف په اخر کې د دغه هېواد پر خپل قوت اتکا کوي، نو له نورو هېوادونو سره د مرستو په بهير کې چين د مرسته منوونکيو هېوادونو د استعداد لرونکو کسانو روزلو او تخنيکونو لوړولو او د دغو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو ابادولو ته د لومړيتوب اهميت ورکوي . وې جيان ګو وويل،

(( موږ نه يوازې مرسته منوونکو هېوادونو ته وينې ورکوو، بلکې د دوی د وينو جوړولو توان ځواکمن کوو. د بېلګې په توګه د سوډان په مرکز خرطوم کې د نفتو د تصفيې په يوه فابريکه کې موږ ځايي کارګرو ته د ماشين چلولو تخنيک د ورزده کولو ترڅنګ د فابريکي د عمومي کنترول په دفتر کې دوي ته تربيه او روزنه هم ورکړه. ))

د وروستو کلونو راهيسې د پرمختيايي هېوادونو د ملکي چارو ابادی ګام په ګام د چين په مرستندويه کارونو کې د سر ټکی بلل شوی دی. د ٢٠٠٩ کال تر پايه پورې د چين د مرستې له برکته په پرمختيايي هېوادونو کې د اقتصادي بنسټيزو تاسيساتو څلور سوه او دوه څلوېښت پروژې او د عامو تاسيساتو شپږ سوه او اوه اتيا پروژې تر سره شوې، اوويا هېوادونو ته شل زره چيني طبي کارکوونکي ليږل شوي چې په پايله کې له سلو مليونو څخه زيات ناروغان جوړ شوې دي.

چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پرمختيايي هېوادونو لپاره دوه سوه ښوونځي جوړ کړي، دری زره طبي پوهان به دغو هېوادونو ته وليږي او د پاکې انرژۍ او چاپېريال په هکله دوه سوه پروژې به بشپړې کړي . د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ مرستې څانګې مدير لياو جن چن وويل

موږ به د وړيا مرستې انډول زيات کړو ، د مثال په توګه موږ به د زيات پور وړي هېوادونو، ډېر وروسته پاتو هېوادونو او د ټاپوګانو هېوادونو ته لا زياتې مرستندويه پيسې برابرې کړو څو چې د دغو هېوادونو پرمختيايي ګامونه ګړندی شی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای