CRI Online

د چين حکومت د هېواد په لوېديځ کې له وروسته پاتې سيمو سره مرسته پياوړې کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-29 13:32:06

د سږ کال په پيل کې د چين دولتي شورا له ګوی جو ولايت سره د مرستې د پياوړتيا په باب يو سند صادر کړ. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کميټې چارواکي خبريالانو ته وويل، نوموړی سند يو د نمونې اثر لری چې د هېواد د لويديځو سيمو پر انکشاف باندې به مثبتې اغيزې وکړي.

ګوی جو ولايت د چين په جنوب لوېديځ کې پروت وروسته پاتې ولايت دی او زيات قومونه پکې ګډ ژوند کوي. ځايي چارواکي وويل چې بېوزليتوب او وروسته پاتي والی د ګوی جو په وړاندې دوې عمده ستونزې دي. د هېواد دوولس سلنه غريب کليوالان په دغه ولايت کې اوسېږي چې شمېر يې له پنځلس مليونو تنو څخه زيات دی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کميټې مرتسيال دو ينګ وويل چې له ګوی جو ولايت مرستې ډېرې بېړنۍ دندې دي او د چين د لويديځو سيمو د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.

(( که لويديځې سيمې د هيواد د پرمختګ په لار کې د ډبرو په توګه بلل کېږي ، نو ګوی جو ولايت تر ټولو غټه ډبره ده. سره له دې چې خو ګوی جو ډير وروسته پاتې ولايت دی ، خو د نورو هېوادونو په نسبت خپل غوره والي هم لري چې دغه غوره والي به شاو خوا سيمو ته مثبتې اغيزې ورسوي.))

د نسبتأ شتمنې ټولنې د جوړولو موخې او دندې له مخې اوس ګوي جو له دولتي عمومي سويې څخه په اتو کالو شاته پاتې دی. د سږ کال په پيل کې د چين د دولتي شورا له خوا د يو خپور شوی سند له مخې، تر ٢٠١٥ کاله پورې به د نسبتأ شتمنې ټولنې د ابادۍ په اړه د ګوی جو سويه د لويديځو سيمو منځنی سويې ته نژدې شي.

دو ينګ وويل چې نوموړۍ تګلاره وتلی ارزښت لري.

(( په رښتينۍ توګه ګوی جو له ځانګړيو ستونزو سره مخامخ دی. له دغه سند څخه ښکاريږي چې ګوی جو د ماليې، پانګونې، پولي چارو، صنعتي چارو، ځمکو او استعداد لرونکو کسانو په برخو کې له ځانګړی ملاتړ او امتيازي تګلارې څخه ګټه اخيستی شي.))

د پلان سره سم، مرکزي حکومت به په ګوی جو ولايت کې د اوبو لګولو، د انرژۍ کارولو او د قومي خصوصيت لرونکي چارو په اړه يو سل او شپږ اوويا پروژې پيل او ١٣ خاص پلانونه جوړکړي. د لويديځو سيمو د ابادولو پلان په نوی پړاو کې به د ګوی جو د ځينو ناحيو ابادی له لومړيتوبونو څخه وبلل شی.

د ګوی جو والي جاو که جه په وينا په راتلونکو څو کلونو کې به د ګوی جو د اقتصادي پرمختيا کلنی انډول له پنځلس سلنې څخه اوښتی وي او د پانګونې چټک زياتوالی به وساتل شي. ګوي جو ولايت به په دغه بهير کې شخصي تصديو او بهرنيو پانګونو ته خلاصه رويه ونيسي.

(( غواړو چې ګام په ګام د ورخلاصون د پراخوالي، د چاپيريال د ښه والي، د ښوونې د پرمختګ له لارې د پانګونې فضا بشپړه کړو. هر هغه امتيازي تګلاره او خدمت چې د نورو ولايتونو له خوا برابريږي ، موږ به يې هم برابروو. تر څو د بهرنيو سوداګرانو پانګونې د ګوی جو ولايت په چټک پرمختيايي صنعتي چارو کې ولګول شي. ))

والي جاو که جه په مطبوعاتي غونډه کې هم ژمنه وکړه چې ګوی جو به په نوی پړاو چټک پرمختګ کې د ختيځو سيمو د سمسورتيا په بهير کې له پېداشويو سهوو څخه ډډه وکړي ،په تېره بيا به په پوره قوت ايکولوژيکي چاپېريال وساتي او هغه تېروتنه به و نه کړي چې د ککړتياوو د رامنځته کېدو وروسته د چاپيريال ساتنې ته پاملرنه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای