CRI Online

د پاکستان صدراعظم: اسيايي هېوادونه بايد په زياتو ساحو کې ژوره همکاري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-04-30 17:01:17

د چين د نړيوالې راډيو درنو اورېدونکو! د اپريل له لومړی نېټې څخه تر درېيمې نېټې پورې د بواو د اسيايي فورم ٢٠١٢ کلنۍ غونډه د چين د های نان ولايت په بواو کې تر سره شوه. د پاکستان صدارعظم يوسف رضا ګلاني د اپريل په لومړۍ نېټه په بواو کې د سي ار ای له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې اسيايي هېوادونه د بواو فورم په وسيله د نظريو ښه تبادله او ژوره همکاري وکړي.

د اسيا بېلا بېل هېوادونو هيله درلوده چې د بواو د اسيايي فورم د روانې کلنۍ غونډې په جوړېدو سره د اسيايي اقتصادي ډلو ثبات او پرمختګ ساتل کېږي او د نظريو يووالی رامنځته کېږي. يوسف رضا ګلاني هم په مرکه کې دا امېد درلود چې د پاکتسان اوازونه او پيغامونه د دغه فورم په وسيله اسيا حتی ټولې نړۍ ته خپرېږي.

(( د پاکستان او چين ترمنځ دوستی پېړۍ پېړۍ تاريخ لري. په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان حکومت تل بواو فورم ته ډير اهميت ورکړ، ولسمشر زرداري په دغه فورم کې ګډون کړی و. هيله من يم چې بېلا بېل اسيايي هېوادونه د انکشافي تګلارې او د اقتصاد د سالم پرمختګ د لارو چارو د موندلو په موخه کوشش وکړي ، د نظريو د تبادلې له لارې مخامخ شوي ستونزې لېرې کړي او د پرمختګ په اړه د يو بل له تجربو څخه ګټه واخلي. زه ډېر خوشحال يم چې دلته د نورو هېواودنو د تصديو له وتليو خاوندانو، بهرنيو سياستوالو او د خبري رسنيو له خبريالانو سره مرکې کړې دي. دغه فورم د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د يو له بل سره د نظريو د تبادلې ښه فرصت دی.))

دغه فورم په دی حال کې تر سره شو چې نړيوال اقتصاد او پولي حالات ډېر څپڅپانده او ناارام دي، په تيره بيا د اروپا او امريکا په وړاندې د پورونو بحران د نړيوال اقتصاد پرمختيا ته نامعلوم عوامل رسولي دي. پدې هکله صدراعظم ګلاني وويل چې متقابله همکاری د بحران د لېرې کولو لپاره د اسيايي هېوادونو يوازنۍ لار ده.

(( اقتصادي بحران په نړۍ کې د خپرېدا په حال کی دی چې هېوادونه تر بېلا بېلې اندازې پورې د بحران له اغيزو سره مخامخ دي. خو په دې بحران کې د اسيايي هېوادونو کړنې د احترام وړ دي چې په دې کې زموږ لپاره د يو بل څخه د زده کړې وړ تجربې موجودې دي. موږ شتمنې سرچينې لرو، زموږ په وړاندې مهمه مسئله دا ده چې څرنګه په پوره توګه له دغو سرچينو څخه استفاده وکړو او زموږ د انکشافي حالت په مطابق ستراتيژی جوړه کړو. زما په اند که موږ د انرژۍ، کلتور، تخنيک او ښوونې په برخو کې متقابله همکاري پياوړې کړو، مخامخ شوي ستونزې به لېرې کړو او د دواملرونکي پرمختګ په لور به پرمختګ وکړو. ))

ګيلاني هم پر دې ټينګار وکړ چې له ترهګرۍ سره مبارزه بايد تر اخري بريا پورې ورسول شی.

(( له ترهګرۍ سره مبارزه زموږ تر ټولو لويه ننګونه ده. زموږ په وړاندې يوازنې لاره دا ده چې زموږ د وطن او ملت لپاره په جګړه کې سره يو لاس شي، څو چې ملي يووالی ترسره شی ، ټولې ستونزې او ننګونې به له منځه يوړل شي. ))

صدراعظم ګيلاني له ترهګرۍ سره د مبارزه کولو په هکله ټينګ هوډ څرګند کړ ، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر ارزښت يې ټينګار وکړ او په ځانګړۍ توګه يې په پاکستان کې د چيني تصديو د امنيت ساتلو يادونه وکړه.

(( موږ په يوه ستونزمن مرحله کې يو، ګڼ شمېر چينايان په پاکستان کې کار کوي او زياتې تصدۍ په پاکستان کې پانګونې لري، د دوی د امنيت ساتل زموږ مسئوليت دی. البته له ترهګرۍ سره د مبارزې درنه دنده د چين پر غاړه هم پريږدي، موږ به د ترهګرۍ پرضد د چين د دريځ ټينګ ملاتړ وکړو او تر خپلې وسې پورې به مرستې برابرې کړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای