CRI Online

د کارپوه په اند په چين کې د عايداتو ترمنځ توپيرونه به ښايي کم شي

cri     (GMT+08:00) 2012-04-30 17:02:35

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو راهيسې د چين تر لاسه شوی اقتصادي برياليتوبونه د ټولې نړۍ د توجه وړ دي، خو په عين وخت کې د عايداتو ترمنځ د توپيرونو زياتوالی د ټولنو د زياتې پاملرنې وړه مسئله هم ده. د چين د ښوونې پوهنتون د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ ادارې پوهنځي مشر لای ده شنګ دا نظر لري چې د چيني اقتصاد د انکشافي پړاو د بدلون او د مرکزي حکومت له خوا د عايد ويشلو تدبيرونو د تنِظيمولو سره سره د چينايانو د عايداتو ترمنځ د توپيرونو د کمېدو تحول کوونکی ټکی را رسيږي.

په دې هکله پروفيسر لای ده چنګ د خپل اټکل استدلال تشريح کړ.

(( لومړی، د ښارونو او کليو ترمنځ د عايداتو واټن، په ښارونو يا کليو کې د اوسيدونکو ترمنځ د عايداتو توپير او په بېلا بېلو ښارونو او کليو کې د نفوسو انډول د يو هېواد د عايداتو د توپيرونو د موجوديت عوامل دي. په وروستيو کلونو کې د ښارونو او کليو ترمنځ د عايداتو واټن ځکه ټيټ شوی دی علت يې دا دی چې د چين د عايداتو د فاصلې پنځوس سلنه نيسي . دوهم، دننه په ښارونو او کليو کې د اوسېدونکو د عايداتو تفاوتونه کم شوي دي. په ښارونو او کليو کې د ټيټ عايد لرونکو کسانو د معاش زياتوالي سرعت د لوړ عايد لرونکو کسانو په پرتله چټک دی. درېيم، ځکه د کليوالو د عايداتو واټن تل د ښاريانو د عايداتو په نسبت ستر دی، تېر کال په چين کې د ښارې کېدو انډول له پنځوس سلنې څخه اوښتی دی په بله ژبه د عمومي نفوسو نيمه برخه په ښارونو کې اوسيدله يا کار يي کولو چې په نتيجه کې ددوي د عايداتو ترمنځ توپير د کليوالو ترمنځ له توپير څخه کم ښکاريده. ))

د عايداتو واټن د کمېدو د لاملونو په هکله پروفيسر لای هم وويل،

(( د عايداتو پر واټن باندې اغيزمن لاملونه ډېر دي، زما په نظر عمده لاملونه څلور دي چې لومړی، د نفوسو بدلون او په بازار کې د کاري ځواک د تقاضا او عرضې ترمنځ د جوړښت بدلون د مزدورانو د استخدام بيه اوچته کړې ده. دوهم، ځکه د مزدورانو ښوونيزه سويه لوړه شوې ده، نو د دوی د معاش توپير ټيټ شوی دی. درېيم، د بزګرانو لپاره د امتيازي تګلارې په رڼا کې د بزګرانو د عايداتو لوړولو توان ځواکمن شوی دی. څلورم، د عايداتو د بيا وېش تګلارې د ګام په ګام بشپړولو سره سره، د ټيټ عايد لرونکو کسانو لپاره د ګټورې تګلارې اغيزې ښکاره شوي دي.))

پروفيسر لای دا هم وويل،

(( زما په اند اړونده تدبيرونه بايد ونيول شي. لومړی، د اقتصادي نظام اصلاحات بايد ژور شي او کم عايد لرونکو وګړيو ته د پيسې اخيستلو لا زيات فرصتونه برابر شي. دوهم، د ښاري کېدو بهير بايد نور ګړندی شی . درېيم، د استخدام بازار د نظام ابادی بايد ځواکمنه شي او د مزدورانو قانوني ګټې او حقونه بايد وساتل شي. څلورم، د ښوونې، طب، ټولنيز ضمانت په برخو کې د حکومت لګښتونه بايد زيات شي.))

د چين حکومت د غريبو او شتمنو خلکو ترمنځ واټن ته لوړه پاملرنه کوي او د دې توپير د لېرې کولو لپاره هڅه کوی. د مارچ په ١٤مه نېټه صدراعظم ون جيا باو له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل

(( زما په اند د عايداتو د برابرې وېشنې په برخه کې بايد دريو ټکيو ته پاملرنه وکړو. لومړی، موږ بايد د ټولو کسانو لپاره د ښوونې، استخدام او د خپلو چارو د پيل عادلانه فرصتونه برابر کړو. دوهم، د بې وزليو خلکو ژوند ته بايد زياته پاملرنه ورکړو. درېيم، د ماليې او عايداتو د وېشلو نظام اصلاحاتو ته بايد په درنه سترګه وګورو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای