CRI Online

د نوښت پر اتکا د چين د ذروي انرژۍ صنعت د سيالۍ توان ځواکمن کيږي

cri     (GMT+08:00) 2012-04-30 17:03:24

د ذروي انرژۍ صنعت د يو هېواد لپاره د نړيوال مقام يو پرېکړه کوونکی عنصر دی. د ٥٧ کلونو راهيسې د چين د ذروي انرژۍ ګروپ د دفاعي چارو د ابادۍ او د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ دندې پر غاړه لري او تل د نوښت پر لاره پرمختګ کوي. په تيره بيا د ذروي انرژۍ په وسيله د بريښنا توليدولو چارو د چين په ملي اقتصاد او ټولنيز انکشاف کې مهم رول لوبولی دی.

د وروستيو کلونو راهيسې د چين د ذروي انرژۍ ګروپ د تخنيکي نوښت توان لوړ کړی او په بريالۍ توګه يې د چين د چټک نيوټرون لومړۍ بټۍ جوړه کړې ده چې دا د ذروي انرژۍ په نړيوال عصري سيستماتيک تخنيک کې د دغه ګروپ لخوا تر لاسه شوی ستر برياليتوب دی. په تيره بيا د ذروي انرژۍ په وسيله د بريښنا توليدولو په ساحه کې دغه ګرپ په دې هکله په خپله پرمختيايي لار رهی دی چې په خپل نوښت اتکا کوي او په نړۍ کې پرمختللې کچه يې ساتلې ده او تر لاسه شويو برياليتوبونو يې په اغيزمنه توګه د چين د دولت ، انرژۍ او اټوم امنيت تامين کړی دی. د ګروپ عمومي منيجر سون چن وويل، د خپل قوت په اتکا نوښت د ګروپ د پرمختګ مهم خوځنده ځواک دی.

(( د خپل قوت په اتکا نوښت د ذوري انرژۍ د صنعت اصل دی . که موږ د نوښت کولو توان ونلرو، بهرنی پرمختللي تخنيکونه به موږ ته و نه پلورل شي، حتی په لوړه بيه موږ ته پلورل کېږي. نو زما په اند موږ بايد په خپل قوت نوښت وکړو او په عين وخت کې د فرصتونو په استعمالولو سره بهرني تخنيکونه واخلو څو چې د بهرنيو هېوادونو پرمختللي تخنيکونه خپل کړو . ))

د ١٩٩١ کال د نومبر په ١٥مه نېټه د چن شان په نامه په چين کې لومړي ذروي برېښناکوټ جوړ شو چې پخپله د چين د ذروي انرژۍ ګروپ له خوا ډيزاين شو. په پاکستان کې د چاشيمې ذروي بريښناکوټ لومړی او دوهم نمبر جنراتورونه هم د نوموړی ګروپ له خوا جوړ او درول شوي دي.

عمومي منيجر سون چن پر دې ټينګار وکړ چې چين يوازې د پوهنې د ملکيت حق په درلودلو سره په نورو هېوادونو کې د ذروي انرژۍ په وسيله د بريښنا توليدولو پروژې په رښتينۍ توګه لاس ته راوړي .

(( موږ بايد د پوهنې د ملکيت حق لرونکی جنراتورونه نورو هېوادونو ته صادر کړو، نود چين لومړی اړين پروګرام د يو مليون کيلو واټ په ظرفيت د ذروي انرژۍ په وسيله د جنراتور جوړول دي او يوازی دغه ډول جنراتور نورو هېوادونو ته صادر شی ، چين به په رښتيا په دې هکله يو غښتلی هېواد وګرځي. ))

بر سيره پر دې، د چين د ذروي انرژۍ ګروپ په فعاله توګه تخنيکي پروګرامونه پلي کوي چې له ٢٠١٠ کال وروسته هر کال په علمي څيړنو کې د لګښت د زياتوالي انډول له ٢٠ سلنې څخه اوښتی دی چې تير کال يې يو مليارډ اوه سوه او پنځوس مليونه يوانه پيسې پکې لګول شوې وې. د عملي او تخنيکي نوښت بشپړ سيسټم نه يوازی د دغه ګروپ بلکې په نړۍ کې د چين د ذروي انرژۍ د صنايعو د سيالۍ توان د لوړولو مظهر دی او د دغو صنايعو د دواملرونکی پرمختګ اصل هم دی .

د نوموړي ګروپ په اړه د بريښنايي انرژۍ تصدۍ منيجر چن هوا وويل،

(( موږ به د نويو تخنيکونو په څيړنو کې لا زياتې پانګې واچوو او د نويو تخنيکونو استعمال ته به په درنه سترګه وګورو. دغه راز موږ به د خپلو څيړنو له لارې د امنيت سويه لوړ کړو، نه دا چې په ساده توګه به پخوانی تخنيک بشپړ کړو. ))

په ٢٠١١ کال کې د چين د ذروي انرژۍ ګروپ د تصدۍ اصلاحات تر سره کړي او د نوښت په اتکا يې د ذروي انرژۍ صنعت انکشافي لاره ټينګه کړې ده. عمومي منيجر سون چن وويل، د دوولسم پنځه کلن پلان د مودې په پای کې به د نوښت له لارې د چين د ذروي انرژۍ د صنايعو د پرمختګ په لاره کې يو لړ ستونزې او نيمګړتياوې لېرې او د ګروپ د سيالۍ توان لوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای