CRI Online

په چين کې د موبايل تاديې د چارو پرمختيا

cri     (GMT+08:00) 2012-04-30 17:08:35

موبايل تاديه يو ډول پولي خدمت دی ، په بله ژبه د ګرځنده ټېلفون په وسيله ډول ډول لګښتونه تاديه کېږي. اوسمهال دغه ډول خدمت د پرمختيا په کليدي موده کې دی. د چين د ولسي بانک مراستيال مشر ليو شه يو وويل چې موبايل تاديه د تاديه کولو په سيسټم کې يو مهم نوښت دی او د خلکو په ژوند کې يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړي دي. چين به په راتلونکی کې د موبايل تيلفون په وسيله د تاديه کولو امنيت ضمانت وکړي او د چين په لېرې او ګوښه کليو کې به د تاديه کولو دغه ډول لارې چارې مروج کړي.

ښاغلي ليو د اپريل په ١٠مه نېټه په يو اړوند فورم کې ويلي چې په چين کې د موبايل تاديې دغه ډول خدمت ښه راتلونکی لری.

(( د دغه ډول خدمت د پيل کېدو له امله د انټرنيټي سوداګرۍ او مصرفي چارو پرمختيا چټکه او د وګړيو ډول ډول ټولنيزې اړتياوې پوره شوې دي. باور لرم چې موبايل تاديه به ژر د وګړيو په ژوند کې د يو ډول عادت په توګه وګرځي. ))

ښاغلي ليو دې ته اشاره وکړه چې بازار او د مشتريانو انتخاب درناوی د موبايل تاديې د پرمختګ کلی ده چې تر هر څه لومړی بايد د مشتريانو پيسې او شخصي رازونه ښه وساتل شی . د مشتريانو د پيسو او شخصي رازونو ساتل د موبايل تاديې د حياتي کرښې اهميت لری.

((موبايل تاديه د استعمالونکو له شخصي معلوماتو او د پېسو له تسليمولو سره نژدې اړېکې لري، نو د تاديې په ترڅ کې د استعمالونکو د فردي رازونو او پيسو امنيت حياتي اهميت لری او د مشتريانو د باور ګټلو مخکينی شرط هم دی. که بانک او يا خپلواک مسلکي سازمان بايد د مشتريانو د حقونو او فردي رازونو ساتلو ته په درنه سترګه وګوري او په دې هکله اغيزمنې او ډاډمنې لارې چارې ولټوي . ))

د جي فو باو په نامه د انټرنيتي تخنيکونو شرکت په چين کې د تاديه کولو په برخه کې يو وتلی خپلواک مسلکي سازمان دی چې د شپږ کلونو د کوششونو په رڼا کې يې د نړۍ له مخکينيو شرکتونو څخه دی. د دغه شرکت لومړی اداري مدير پنګ لې وويل چې د تاديه کولو امنيت د تامين لپاره بايد اول د شرکت په څانګو کې د امنيت د تضمين ميکانيزم جوړ شي. هغه وويل

(( زموږ په شرکت کې تر هر څه لومړی د امنيت تضمين سيستم جوړ شوی چې پکې د کاروبارو امنيت، د مشتريانو د معلوماتو امنيت، اخلاقي خطر او تخنيکي امنيت په شمول د عمومي ادارې لوی مدير ټاکل شوی دی.))

د موبايل تاديې د راتلنکی پرمختګ په هکله د چين د ولسي بانک مرستيال مشر ليو شه يو وويل، د چين په کليوالو سيمو کې، په تيره بيا په لېرې غرنيو او بېوزليو سيمو کې د پولي خدمتونو پوره اسانتياوې نه دي برابرې شوې، نو په يادو سيمو کې بايد موبايل تاديې ته وغځول شی.

((موبايل تاديه د هغو کسانو لپاره د لګښتونو د تاديه کولو په برخه کې ځانګړی غوره والی لري چې د پولي خدمتونو پوره اسانتياوې نه دي برابرې شوې . په کليو کې د موبايل تاديې د تعميم لپاره بايد مناسبې تخنيکي او سوداګريزې لارې چارې غوره شي، تر څو د کليوالو مشتريانو اصلي اړتياوې پوره شي. بر سيره پر دې د عام ټرانسپورټ، ټولنيز تضمين، طب، اوبو او بريښنا په شمول د فيسونو په ورکولو کې د موبايل تاديې رول بايد ځواکمن او اغيزمن شي، تر څو د ګڼ شمير خلکو لپاره د ژوند رښتينې اسانتياوې برابرې شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای