CRI Online

د سوداګريز جوړښت د بدلون په حال کې چينګ داو

cri     (GMT+08:00) 2012-06-02 20:54:08

چينګ داو ښار د شانګ دونګ ټاپووزمې په جنوبي څنډه کې او د هوانګ های سمندر په غاړه کې پروت دی. د ځانګړی جغرافيايي مقام له امله چينګ داو د چين د بهرنې سوداګرۍ له ټر ټولو مهمو بندرونو څخه دی.خو د سږ کال راهيسې د چينګ داو د وارداتو او صادراتو پرمختګ ورو شوی دی. د شمېرنې له مخې، سږ کال په لومړۍ څلورمه کې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت يې ١٦ مليارډه او ٤٤٩ مليونه امريکايي ډالره وو چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت يوازې يو ١.٦ سلنه زيات و.

د بهرنې سوداګرۍ د يو دوديز ښار په توګه، د چينګ داو په وړاندې ستر فشار موجود دی. د چينګ داو د سوداګريزو چارو ادارې د بهرنې سوداګرۍ څانګې مشر يو هاو خبريال ته وويل، د اوسنيو نړيوالو حالانو د منفي اغيزو په وړاندی چينګ داو د بهرنې سوداګرۍ د جوړښت بدلولو او لوړولو پلان جوړ کړی دی.

(( د سږ کال راهيسې مو د بهرنې سوداګرۍ په برخه کې د جوړښت د بدلون او لوړوالي د ٤ فقره ايز عملياتي پلان جوړ کړی دی. له يوې خوا موږ به تصدۍ وهڅوو چې چيني مارک لرونکي توليدات صادر کړي او نوي توليدات جوړ کړي او نوي بازارونه ولټوي))

د حکومت د لارښوونې په رڼا کې په چينګ داو کې لا زياتې تصدۍ د خپلو توليداتو د تخنيکي کچې لوړولو ته پاملرنه کوي. د شوانګ شيګ ګروپ يوه بوټان جوړوونکې تصدی ده. سپورټي بوټان يې د امريکا، جاپان او منځنې ختيځ په شمول څه باندې ٨٠ هېوادونو او سيمو ته صادريږي. د توليداتو د اضافي ارزښت د لوړېدو په موخه سږ کال شوانګ شينګ ګروپ په تخنيکي څيړنه کې لا زياتې پانګونې اچولې دي. د تصدۍ څيړوونکي ګاو شيان ده وويل،

(( د څېړنې له لارې د توليداتو کيفيت او بيه لوړه شوې او د چاپيريال ساتنې له غوښتنو سره هم سمون لري. زموږ د توليداتو تخنيکي سويه د ورته جاپاني او کوريايي توليداتو لوړې سويې ته رسېدلې ده. د بازار تر فشار لاندې موږ مجبور يو چې پخپله د څيړنې په وسيله د توليداتو تخنيکي سويه لوړه کړو. زموږ ګروپ د تخنيکونو څيړنيز مرکز لرو او له علمي څيړنيزو څانګو او پوهنتونونو سره همکاری مو هم ښه ده .))

د شوانګ شين ګروپ د عمومي مشر وانګ های په اند، د خپل مارک د جوړولو او د تخنيکونو د لوړولو لپاره د تصدۍ پر خپلو کوششونو بر سيره، حکومت بايد لا زيات اړين تدبيرونه غوره کړي، په بله ژبه حکومت بايد څرګنده پاليسي او مقررات جوړ کړي.

د معلوماتو له مخې، چينګ داو به د بهرنې سوداګرۍ لپاره د عامو خدمتونو ډګر جوړ کړي او تصدۍ به وهڅوي چې پخپله غوره مارکونه جوړ کړي، يا بهرني شرکتونه په بيه واخلي او نړيوال مارک کرايه کړي. په عين وخت کې د الکترونيکي سوداکرۍ انکشاف دې چټک شي او تصدۍ دې وهڅول شي چې خپل کارو بار د الکترونيکي معاملو د ډګر په وسيله زيات بهرنی بازارونه ولټوي.

د چينګ داو بندر د چين په شمال کې تر ټولو لوی بندر دی چې هر کال د توکيو ليږد راليږد اندازه له ٣٠٠ مليونو ټنو څخه زياته ده. خو په وروستو کلونو کې د چينګ داو بندر د تيان جين، جين جو او دا ليان په ګډون د شاو خواوو بندرونو له سختې سيالۍ سره مخامخ دی.

د چينګ داو بندر ګروپ د عمومي مشر مرستيال چانګ شين نونګ وويل، د جوړښت بدلون او لوړوالی د چينګ داو بندر د پرمختګ لپاره يوه حتمي لاره ده.

(( چينګداو بندر بايد په راتلونکی کې نه يوازې د هېواد د منځنې سيمې لپاره خدمتونه برابر کړي، بلکې بايد د مالونو د لېږد رالېږد او زيرمې په ګډون د رول پر ځای د مالونو د حساب، ليږد راليږد او سوداګرۍ د مرکز په توګه بدل شی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای