CRI Online

د فوجيان د جين جيانګ سوداګران

cri     (GMT+08:00) 2012-06-02 20:55:24

د فوجيانګ سوداګرو د خپلو کوښښونو له برکته د چين د ملکي تصديو په انکشافي بهير کې د پام وړ برياليتوبونه لاس ته را وړي دي. د چيني اقتصاد د چټک پرمختګ په لسګونو کلونو کې د فوجيان ولايت جين جيانګ ښار د فعال ملکي اقتصاد او خپلو سوداګريزو نښو او مارکونو پر بنسټ د اقتصاد يوه ځانګړې پرمختيايي لاره جوړه کړې ده.

جين جيانګ د فو جيان ولايت د چوان جو ښار تر ادارې لاندې د ولسوالي په کچه يو کوچنی ښار دی چې مساحت يې يوازې ٧٠٠ کيلومتره مربع دی. خو په دغه ځای کې شپاړس زره ملکي تصدۍ شته دي چې د پيکه، انتا، جي پي لانګ په ګډون ١٢٣ ډوله مارک لرونکي توليدات جوړوي چې دننه په هېواد کې شهرت لری ، نو جين جيانګ د چين د سوداګريزو مارکونو د مرکز په توګه بلل کيږي.

په جين جيانګ کې په عمده توګه بوټونه او جامې توليديږي اواقتصادي جوړښت يې برابر نه و ، خو د نړيوال پولي بحران له امله ځايي ملکي تصدۍ لا هم له ننګونو او ستونزو سره مخامخ دي. دا پوښتنه چې په نوي اقتصادي حالت کې د جين جيانګ د تصديو له خوا د اقتصاد د سمسور حياتي ځواک څرنګه وساتل شي او د ننګونو سره څرنګه مقابله وشي ؟ نه يوازې د ځايي تصديو لپاره مهم ارزښت لري، بلکې د نورو ځايونو تصديو ته هم د تجربو ورکولو رول لوبوي .

د پيکه ګروپ په ٢٠٠٩ کال کې د هانکانګ په سهامي بازار کې داخل شو. د ګروپ مشر چو جين نان وويل:

(( موږ ته معلومه يو چې د يو نړيوال سوداګريز نامتو مارک جوړول زياتو سرچينو ته اړتيا لري. يوازې د ونډو بازار ته د ننوتلو په وسيله کافي سرچينې تر لاسه کولای شي.))

د ونډو په بازار کې د داخلېدو له لارې د لا سترو پرمختګونو موندل د جين جيانګ زياتو تصديو د خاواندانو يوه ګډه نظريه ده. اوسمهال د جين جيانګ ٣٧ تصدۍ په سهامي بازار کې داخل شوي دي او د تېرو څو کالونو د شمېرنې سره سم هر کال نژدې له ٥ څخه تر ٨ پورې تصدۍ د ونډو بازار ته ور داخليږي. يادو شويو ٣٧ تصديو په سهامي بازار کې له ٢٠ مليارډو او ٥٠٠ مليونو يوانو نه زياتې پيسې راغونډې کړې دي.

د ونډو بازار ته ننوتنې نه يوازې د جين جيانګ تصديو ته لا زياتې انکشافي پانګې رسولي، بلکې د تصديو نظام د عصري کيدو بهير يې هم چټک کړی دی. په جين جيانګ کې ګڼ شمېر مشهورې تصدۍ له کوچنيو ورکشاپونو او کارخانو څخه ګام په ګام اوسنۍ توليدي پيمانې ته رسيدلې دي، خو د ونډو په بازار کې له داخليدو وروسته دوی د کيفيت د تامين لپاره د علمي ادارې لاره غوره کړې ده.

د پيکه ګروپ چې د باسکيټبال لوبې په اړه د لوازمو جوړونکې تصدۍ ده، د ونډو په بازار کې د داخلېدو وروسته يې د معياري ادارې نړيوال سيسټمونه عملي کړي دي. د ګروپ مشر چو جينګ نان په دې هکله وويل:

(( زموږ توليدات د نړيوالو معيارونو سره سم توليديږي او موږ د ادارې نړيوال معيارونه کاروو. ))

شي ده لونګ د جين جيانګ يو بله نامتو سوداګريزه نښه ده او د چين لومړي سپورټي لوازم جوړونکې تصدۍ ده چې د امريکا د ونډو په لومړي لوي بازار کې داخل شوېده. د شي ده لونګ تصدۍ خپل پام د تخنيکونو بشپړتيا او نوښت ته ورکوي. د تصدۍ د عمومي مشر مرستيال دينګ دونګ دونګ وويل:

(( زموږ تصدۍ د چين يوازينۍ او تر ټولو مخکښه تصدۍ ده چې د چين د سپورټ ملي ادارې د سپورټي علومو له اکاډمۍ سره د سپورتي بوټانو د څېړنې په برخه کې همکاري لري.))

لنډه دا چې د جين جيانګ ملکي تصدۍ د ونډو بازار ته د ننوتلو، د نويو تخنيکونو د څيړلو او د مشهورو سوداګريزو نښو د جوړولو له لارې په نوي نړيوال اقتصادي حالت کې پرمختګونه لټوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای