CRI Online

په چوان جو ښار کې تصدۍ نوی بازارونه لټوي

cri     (GMT+08:00) 2012-06-02 20:58:40

چوان جو ښار د چين د فو جيان ولايت په جنوب ختيځ کې پروت او د بهرنې سوداګرۍ فعاله سيمه ده چې د ورېښمو د لرغونې سمندري لارې پيل و. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د تطبيق راهيسې، د چوان جو عمومي اقتصادي ارزښت په سلسلو ١٣ کلونو کې په فو جيان ولايت کې لومړی ځای نيولی دی. سره له دې چې د سږ کال په لومړنۍ څلورمه کې اروپايي ټولنې او امريکا ته د چوان جو صادرات په جلا جلا توګه څوارلس سلنه او څوارلس اعاشاريه دوه سلنه کم شوي دي، خو د بهرنی سوداګرۍ صادرات يې لا هم د ستر پرمختګ په حال کی دي، علت يې دا دی چې د چوان جو د صادراتو جوړښت تنظيم شوی ، د پرمختلليو هېوادونو پر بازارونو اتکا يې کمه شوې او د نويو بازارونو لټولو ته زياتې پاملرنې ورکړې شوې دي.

د چوان جو د بهرنې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ ادارې چارواکي هونګ جن يا وويل،((موږ د نويو بازارونو لټولو ته ډېر اهميت ورکوو، لکه د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې، جنوبي امريکا، ختيځې اروپا او افريقا په شمول د ځينو هېوادونو بازارونه . په تېرو څو کلونو کې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ته زموږ د صادراتو د زياتوالي انډول له لس سلنې څخه اوښتی و.))

سپارښتپاڼې د صادرونکيو تصديو لپاره د حيات او پرمختګ اهميت لری. د بهرنيو هېوادونو ثابتې اړيتاوې د تصديو لخوا د سپارښتپاڼو تر لاسه کېدو ضمانت دی او د نړيوال اقتصاد په اوسنی سخت حالت کې د تصديو لپاره د حيات د ساتلو باعث هم دی . شي ده لونګ د چوان جو د بوټو ګنډلو تصدی ده. خبريال وليدل چې د دغې تصدۍ د کارخانې په وړاندی يوه ليکه بار وړونکې ګاډۍ درېدلې او کارګرو له ګاډيو څخه مالونه راکښته کړل. کارګر لي دونګ وويل، د اروپايي او امريکايي بازارونو د اړيتاوو د کمښت په حال کې له دغو سيمو څخه اخيستل شوي سپارښتپاڼې لا هم نه دي کې شوي.

((د ٢٠٠٤ کال راهيسې په شي ده لونګ کې وګمارل شوم او د تېرو دوو کلونو راهيسې زما عايدات لوړ شوي، سپارښتپاڼې او د تصدۍ ګټې هم کال په کال زياتې شوې دي. ))

د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړۍ څلورمه کې د جنوب ختيځې اسيا او افريقا بازارونو ته د چوان جو صادرات د تېر کال د همدې ورځې په نسبت په جلا جلا توګه دری څلوېښت اعشاريه اته سلنه او دری شپيته اعشاريه يو سلنه زيات وو. له دې وروسته چې ، چوان جون پلان لری چې په نويو بازاري هېوادونو کې د خپلو توليداتو د ورپېژندولو نندارتون د جوړولو په موخه نامتو تصدۍ راغونډي کړي.

د چين د معاصرو نړيوالو اړيکو اکاډمۍ په اړه د نړيوال اقتصاد څېړنيزې څانګې مشرې چن فنګ ينګ په دې نظر ده چې اوسمهال د اروپا اقتصاد په وريځو کې پټ او د امريکا د اقتصاد د بيا سمسورتيا ګامونه ورو دي، دغه راز د نويو بازارونو د لټولو له لارې د اروپا او امريکا د پورونو بحران له اغيزو څخه ځای ليری کېدای شي.

(( اوس اروپا او امريکا له ستونزو سره مخامخ دي، خو موږ بايد دې ته پام وکړو چې د نړۍ په نورو سيمو کې د پانګونې او سوداګرۍ ښه فضا موجوده ده. نويو بازارونو ته صادر ورکول زموږ د سږنيو هڅو ډېر ښه فرصت دی.))

د کارپوهانو نظر دا دی چې ځينی نوی بازارونه د چيني تصديو لپاره نا اشنا دي، نو پلټنې ډېرې لازمې دي. تصدی بايد نويو بازارونو ته له ننوتنې مخې له دغو ځايونو څخه ليدنه وکړي، تر څو د ځايي خلکو مذهبي عقيدې او مصرفي عادتونه ښه وپېژني او ځايي اړوند قوانين ، د بهرنيو اسعارو په باب تګلارې او د ګمرکي مالياتو انډول معلوم کړي او ورپسې به د يادو معلوماتو د تر لاسه کولو پر بنسټ مناسب سوداګريز پلانونه جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای