CRI Online

په دون هوانګ کې د کرهڼيز اقتصاد د دواملرونکی پرمختګ لاره

cri     (GMT+08:00) 2012-08-31 15:41:21

د وچې هوا او بې حاصله شاړو ځمکو له امله، د چين شمال لويديځه سيمه د کرهڼيز پرمختګ په برخه کې د طبيعي سرچينو له فقر سره مخامخه ده. د ګان سو ولايت دون هوانګ د چين په شمال لويديځ کې يو کوچنی ښار دی چې د مو ګاو کو په نامه د بودايي مجسمو مشهور معبد سمڅه يې په ټټر کې پرته ده، چې د تاريخي ارزښت له پلوه د پام وړ ده، دې سيمې په ډېره کمه موده کې د هوا او ځمکې د ځانګړيتوب سره سم د کرنې پرمختګ يوه بريالۍ لاره پيدا کړې ده، چې له مخې يې د خلکو په ژوند او اقتصاد کې نښې له ورايه څرګنديږي.

په جون مياشت کې خبريال دون هوانګ ته د راپور چمتو کولو په موخه ورسېد او ويې ليدل چې د سړک دواړه غاړې د انګورو باغونو له شنو تاکونو څخه ډکې وې. دا چې د وروستيو څو کلونو راهيسې دون هوانګ ښار د انګورو او مېوو د عمده توليدي مرکز د ابادۍ په برخه کې د مېوو او ونو کېنولو ته پاملرنه زياته شوې او بزګرانو زياتې انرژۍ لګولې دي، نه يوازې يې ځايي بزګرانو ته ګټې رسولې دي، بلکې د شمال لويديځې سيمې کرهڼې پرمختګ کې يې ستر بدلون را وستی دی.

دون هوانګ چې د ګان سو ولايت په لويديځ کې پروت او شينجيانګ ته نژدې دی، د انګورو له عمده توليدي سيمو څخه يو دی چې هره ورځ د لمر وړانګې پرې د اوږد وخت لپاره لګيږي، د ورځې او شپې ترمنځ د تودوخې درجې توپير سخت ، اورښت او باران يې کم دی. د ځايي مشخص حالت سره سم، دون هوانګ ځايي بزګران هڅه کوي چې په عمده توګه انګور او د دې ترڅنګ د خرما او شفتالو ونې روزي، کوم چې اوبو ته دومره اړتيا نه لري.

د دون هوانګ ښار د ځنګلدارۍ ادارې مشر ليو جان ينګ خبريال ته وويل، چې بزګرانو د ميوه لرونکو ونو له روزلو څخه ګټې تر لاسه کړي دي، نو دوی د دې ډول ونو د کرلو لوړ شوق او جذبات لري.

(( له ٦٦٦ متره مربع انګورو څخه له پنځه زرو څخه تر لس زرو پوري يوانه او د خرما ونو له روزلو څخه ډېرې پيسې ترلاسه کولی شي چې د پنبو کرلو د ګټې په پرتله ٤ يا ٥ ځلې ډېره ده. که د دون هوانګ بزګران غواړي د شتمن ژوند څښتنان شي او په ښوونځي او پوهنتونو کې د ماشومانو د زده کړې پيسې ولري، د اوسني حالت سره سم بايد د ميوه لرونکو ونو د اېښودلو هڅې بايد همداسې ګړندۍ وساتي. ))

تر ٢٠١١ کال پورې په دون هوانګ ښار کې د مېوو عمومي توليدي ارزښت ٤٢٠ مليونو يوانو ته ورسيد او د هر بزګر په سر د مېوو له کرنې څخه ګټه څه باندې څلور زره يوانه وو.

د دون هوانګ ښار د لونګله کلی له هغو کليو څخه يو دی چې د غلودانو کرلو پر ځاي خپله ټوله ځمکه د انګورو په باغونو بدل شوی دی. په دغه کلي کې بزګرانو په خپلې ټولې کرنيزې ځمکې باندې د انګورو باغونه جوړ کړل. د لسو کلونو د پخوا په پرتله اوس د بزګرې لو ين هوه ژوند ډېرښه شوی دی، د انګورو روزلو په وسيله يې ژوند اوس د بېوزلۍ له حالت نه وتلی دی اوس يې دوه پوړيز ښکلي کور جوړ کړی. هغې وويل:

((د غلو دانو د کرلو عايداتو مو يوازې د ژوند لومړنۍ اړتياوې پوره کولې او زيرمه مو نه درلوده. خو اوس د انګورو د روزلو له امله مو اوس دا ګټې څو ځلې لوړې شوې دي، مخکې يوازې څو کورنيو د شينجيانګ خلکو په څير مميز توليدل او پلورل، خو د تازه انګورو او مميزو د بازار له تودوالي او پراخوالي وروسته، ټولو بزګرانو د انګورو باغونو په جوړولو باندې پيل کړی، ځکه چې د غنمو په پرتله دوی له انګورو روزلو څخه لا زياته ګټه ترلاسه کولای شي. ))

يو بل بزګر دوان های هونګ نه يوازې پخپله ديارس زره دری سوه او شل متره مربع ځمکه کې انګور روزلي دي ، بلکې د انګورو په لوی باغ کې يې پر سيلانيزو چارو لاس هم پورې کړی چې هر دوبی کورني او بهرني سيلانيان د ده انګور باغ ته راځي. دوان های هونګ خبريال ته په دې اړوند زياته کړه، چې سږ کال به د پلاستيکي څپرونو د ابادولو لپاره څو مليونه يوانه نوره پانګه هم ولګوي.

((په پلاستيکي څپرونو کې د انګورو د پخېدو وخت زموږ تر کنټرول لاندې وي. زه به شل نورې پلاستيکي څپرونه جوړ کړم چې د يو پلاستيکي څپر د ابادولو مصرف درې لکه يوانه دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای