CRI Online

د انرژۍ د چمتو کولو په هکله د شينجيانګ هڅې

cri     (GMT+08:00) 2012-08-31 15:48:48

د دوبي په موسم کې د شينجيانګ د قومول سيمي د بارکول ولسوالۍ په يوه لرې پرته سمه کې، د يان شيانګ لې په نوم يو بزګر د ستومانه کوونکيو کارونو تر څنګ د خوښۍ احساسات هم له ځان سره لري او له ژونده يې خوښ دی. ځکه چې هغه يو کال مخکې د ين شينګ په نامه د سکرو کيندلو د يو شرکت لخوا استخدام شو او اوس يې معاش تر پنځه زرو يوانو ته رسيدلی دی. يان شيانګ لې خبريال ته وويل چې هغه اوس له خپل معاش او کاري چاپيريال څخه راضي دی.

لومړی اواز ((دلته د هستوګنې شرايط ښه دي چې پکې جدا تشناب، انټرنيټ اسانتياوې هم زموږ لپاره برابرې شوې او ټلويزيون هم په ليليه کې شته، د عمومي خوړنځي ډوډی هم وړيا ده.)) د يان شيانګ لې په شان درې زره تنه کليوال کارګران خپل کور ته نژدې کانونو کې کار کوي. په وروستيو دوو کلونو کې هامي ښارګوټي يو لړ مشهورې تصدۍ راجلبې کړې چې په دغه سيمه کې د سکرو په کانونو کې پانګونه وکړي او سکاره استخراج کړي، خو ځاي حکومت ددوي لپاره دوه مخکني شرطونه ايښودلي دي: لومړی دا چې دغه تصدۍ بايد ځايي اوسېدونکي د کارګرو په توګه استخدام کړي، دوهم دا چې تصدۍ بايد کيندل شوي سکاره د ښه چمتو کولو وروسته وپلوري څو چې ارزښت به يې لوړ شی .

سرحدي ولسوالۍ يارتوروک چې نفوس يې يوازی له دېرش زره تنو څخه هم کم دی، د يادو شرايطو له تطبيق څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې دي. د ګواګ هوې د نوې انرژۍ تصدۍ په شينجيانګ کې يوه تر ټولو لويه شخصي تصدی ده. دغه شرکت په يارتوروک ولسوالۍ کې د يوې فابريکې له جوړولو وروسته يو زر او نهه سوه ځايي کليوال کارګران استخدام کړي دي. د دې تصدۍ د لويې پروژې له امله يو لړ منځني او کوچني شرکتونه جوړ شوي دي چې په پاي کې په لنډو دريو کلونو کې د سکرو د چمتو کولو صنعتي سيمه جوړه شوې ده. د يارتوروک ولسوالۍ مشر وانګ يوی بين له خوښۍ نه په ډکو احساساتو خبريال ته په دې هکله داسې وويل:

دوهم اواز ((د دغې سيمې له جوړېدو وروسته ځايي ماليات څه باندې دوه مليارډه يوانه زيات شوي دي. له يوې تصدۍ څخه اخيستل شوي ماليات زموږ د ولسوالۍ له پخوانيوکلنيو ګټو څخه دری ځله زيات دي. ))

د جونغر په ټيټه او هواره ځمکه کې چې د قومول په زرو کيلو مترۍ کې واقع ده، هلته د سکرو تيارولو چارې هم د ترقۍ او پرمختګ په حال کې دي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې رئيس نور بکري له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل:

درېيم اواز (( د دريو لوړ برېښنايي ولتاژ لرونکيو کيبلونو له درکه به په مستقيمه توګه شينجيانګ ته دری سوه مليارډه يوانه پانګونه ورسيږي او له دېرش زرو نه زيات وګړي به استخدام شي او نور دری لکه کاري دندې به برابرې شي. ))

د شينجيانګ د شخصي شرکتونو پانګونې پخوانيو انحصاري ساحو ته ننوتلې دي، نه يوازې د سکرو صنايع بلکې د نفتو او کيميا صنايع هم د پرمختګ په حال کې دي، په شينجيانګ کې د ولايت په کچه د نفتو او کيميا اوولس صنعتي سيمې جوړې شوې دي.

د شينجيانګ د ګوندي پوهنتون د پرمختګونو څيړنيز مرکز پروفيسر جي شياو لين خبر يال ته وويل:(( د انرژۍ استخراج په ځايونو کې د انرژۍ سرچينو د چمتو کولو چارو پرمختګ د شينجيانګ د سمسورتيا لازمه لاره ده. د ابتدايي توليداتو د چمتو کولو له لارې د شينجيانګ صنعتي جوړښت بشپړ شوی، تر ډېره د شينجيانګ عمومي اقتصادي ځواک او مالي عايدات زيات شوي او د خلکو د ژوند سويه يې هم اوچته شوې ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای