CRI Online

د داوس دوبنی فورم د چين اقتصادي پرمختګ ته پاملرنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2012-09-27 20:32:29

د ٢٠١٢ کال لپاره د داوس دوبنی فورم د سپتمبر په ١٣مه نېټه په تيان جين ښار کې پای ته ورسيد. د راتلونکي اقتصاد غوړېدنه د دغه فورم اصلي موضوع وه او پکې ګډونکوونکو د نړۍ اوسني اقتصاد تحليل او اټکل کړ. چيني اقتصاد چې په نړيوال اقتصاد کې ستر رول لوبوي، په فورم کې د توجه وړ ګرځېدلی دی، زياتو کارپوهانو د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت د ټيټوالي، د اقتصادي جوړښت د بشپړتيا،د نوښت توان د لوړوالي او د پانګو بازار د پرمختګ په اړه خپلې نظريې او وړانديزونه وکړل.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا سازمان د سرمنشي مرستيال رينتارو تماکي په يو فرعي فورم کې د سيمه ييز اقتصاد د پرمختګ لپاره د چيني اقتصاد اهميت ياد کړ او و يې ويل چې د چيني اقتصاد پرمختيايي موډل بايد بدل شي.

(( لومړی، غواړم پر دی ټکی ټينګار وکړم چې چيني اقتصاد منفرد نه دی، چين له جنوبي کوريا، جاپان او د جنوب ختيځې اسيا له ځينو هېواودنو سره يوه ګډه ټولنه جوړه او يو له بل سره نژدې اقتصادي اړيکې لري. نو د چين دواملرونکی پرمختګ نه يوازې د خپل هېواد ، بلکې نورو هېوادونو لپاره هم ډېر مهم دی. دوهم، موږ هيله لرو چې د چين د اقتصادي پرمختګ خوځنده ځواک له پانګونې څخه په مصارفو بدل شي، يعني کورني اړتياوې بايد غوړېدای شی . ))

د بوستون سلاکاري شرکت لخوا د يو خپور شوی راپور سره سم،د بهرنيو او کورنيو اړتياوو د ټيټوالي او د نړيوالې سيالۍ د سختوالي له امله د چيني اقتصاد د چټک پرمختګ مرحله ختمه شوې ده، سږ کال د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول ښايي اته سلنې ته نژدی شي چې دغه شمېر د ١٩٩١ کال راهيسې تر ټولو ټيټ دی. د کارکوونکو د معاش او نورو لګښونو د لوړېدو سره سره د چين د توليدي مصارفو امتياز له منځه ځي. د اټکل له مخې له ٢٠١٢ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې به هر کال د چين په صنايعو کې د کار ځواک سربيه لږ تر لږه ١٠ سلنه لوړه شي چې دغه انډول د پرمختلليو هېوادونو په نسبت پنځه چنده برابر دی.

د نوموړی سلاکاري شرکت يو عمومي منيجر کريستوف نيټيشېم وويل،

(( له ٢٠١٧ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې به چين د لوړ ساينس او تکنالوژۍ په مطابقت د توليداتو جوړولو صنايعو په ابادولو کې زياته هڅه وکړي، دغه راز ټيټ ارزښت لرونکو توکو د جوړولو صنايع به افريقايي هېوادونو ته انتقال کړي. جنرال يلکچيکس او سيمنس په ګډون سترې نړيوالې تصدۍ د لوړ پوړيو صنايعو په برخه کې چيني بازار ته ډېره پاملرنه کوي. د چين په پوهنتونونو کې د اړوندو کارپوهانو او کارکوونکو د روزلو په برخه کې هم پرله پسې لاسته راوړنې ترلاسه شويدي. که څه هم د چين د ختيځ او لويديځ ترمنځ توپيرونه لا هم شته، خو په عمومي توګه په چين کې د ټيټ ارزښت لرونکو توکو د جوړولو صنايع کميږي. ))

د ګردې نړۍ د سيالۍ توان په هکله هغه تازه راپور کې چې د داوس د دغې دورې فورم لخوا خپور شوی د چين مقام د تېر کال له درېيم ځای څخه نه وېشتم ځای ته ټيټ شوی دی، خو لا هم يې د بريکس د نورو غړيو هېوادونو مخکې دی. د نړيوال اقتصاد سر اقتصاد پوه جنيفر بلانک په دی نظر دی چې د چيني اقتصاد عمومی فضا ډېره ارامه ده، او چين لا هم د خپل هېواد له سترو بازارونو څخه ګټې اخلي، خو د دې ترڅنګ د نوښت توان د پياوړتيا په برخه کې بايد زياته هڅه وکړي.

((اوسمهال د بازاري موثريت په ګډون د چين په ځينو هدفونو کې څه نا څه ټيټوالی لېدل کېږي ، له دې څخه ښکاريږي چې د نويو تخنيکونو د پراخولو په برخه کې د نورو هېوادونو ګامونه د چين په پرتله لوړ دي.))

که څه هم سږ کال د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت تر يوې اندازې پورې ورو کيږي، خو د نړيوال بانک د مشر پخوانی مرستيال او د بېجينګ پوهنتون پروفيسر لين يي فو وويل، چين توان لري چې په راتلونکو ٢٠ کلونو کې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د زياتوالي انډول اته سلنه وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای