CRI Online

د ٢٠١٢ کال لپاره په اروپا کې د چيني سوداګريزو مارکونو يا نښو نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2012-09-29 14:27:05
د مشهورو چيني تصديو او سوداګريزو توليداتو د تبليغولو او د چين او بريټانيا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ټينګولو په موخه، په اروپا کې د چيني سوداګريزو مارکونو نندارتون د سپتمبر په ٣مه نېټه د بريټانيا د بيرمينخام د دولتي نندارتون په مرکز کې پرانيستل شو.

نوموړی نندارتون د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا په دغه هېواد کې د مارکونو او سوداګرۍ په هکله د لسمې دورې نندارتون دی. څه نا څه ١٤٠ تصديو په نندارتون کې ګڼ شمېر دوديز يا نوی چيني ځانګريتوب لرونکی توليدات د نندارې لپاره ايښودل شوي دي. په بريټانيا کې د چيني سفارت د سوداکرۍ مستشار لي فنګ په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

((د وروستيو کلونو راهيسې د پولي بحران او د اروپايي پورونو بحران تر منفي اغيزو لاندی د چين او بريټانيا د توليداتو معاملې لا هم تر ډېره زياتې شوې دي. د ٢٠١٢ په مخکنيو اوو مياشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو عمومي سوداګريز ارزښت پنځه دېرش مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوولس اعشاريه اته سلنه زيات شوی دی. چين د بريټانيا د لسو لويو صادرونکيو هېوادونو څخه شمېرل کېږې چې د برتانوي توکيو د وارداتو د زياتوالي سرعت يې تر ټولو چټک دی. موږ باور لرو چې د ياد شوی حالت سره سم هغه هدف ترسره کېدای شی چې تر ٢٠١٥ کال پورې د دوه اړخيزې سوداګرۍ عمومي ارزښت يو سل مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيږي.))

د بريټانيا د بهرنې سوداګرې ادارې يو مدير ماهوني د چين او بريټانيا ترمنځ د سوداګرۍ راتلونکی په نسبت خوشبين دی. هغه وويل،

((ټولو ته معلومه ده چی چين په نړۍ کې تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی او په ٢٠١٤ کال کې به تر ټولو لوی واردونکی هېواد وګرځي. دغه راز اوسمهال د بريټانيا لپاره چين ډېر مهم تجارتي ملګری دی. څو کاله مخکې د چين صدراعظم د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير سره يو تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې تر ٢٠١٥ کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي حجم يو سل مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيږی. او دغه هدف د تحقق په حال کې دی . تر اوسه پورې د ټاکلی پلان سره سم دوه اړخيز تجارتي ارزښت دری اوويا مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. ))

 

د برخه والو چيني سوداګرانو پلاوي مشر جانګ يان وويل چې د چين د سوداګرۍ وزارت په دغه نندارتون کې بهرنيو سوداګرانو ته د انترنټ له لارې د معاملو ٤ چيني ډګرونه معرفي کوي.هغه وويل، تصدۍ هڅول کيږي چې د انترنيټي ډګرونو له لارې بهرنی تجارتي چارې تر سره کړي. موږ هيله لرو چې نه يوازې چيني تصدۍ ترې تجارتي لاره پراخه کړي بلکې بهرنی سوداګران ترې لا زيات چيني تصدۍ وپېژني.

نه يوازې د شانګهای، جه جيانګ او فوجيان په ګډون د چين له ساحلي سيمې څخه بلکې د شينجيانګ په شان له ليری پرتي سيمې څخه راغلی تصدۍ په دغه نندارتون کې هم ګډون کوي . د مبارک په نامه د شينجيانګ د تجارتي تصدۍ يو ډول انځور چې د شګو له خوا جوړيږي، په نندارتون کې د بريټانوي سوداګرانو هرکلی راجلب کړی دی. د تصدۍ مسئول کو وان جيانګ وويل

(( په دغه ډول انځور کې د اويغور قوم لرغونی کليوال کور او طبيعي منظرې پکې لېدل کيږي . بريټانيان له دغه ډول انځور سره علاقه لري. سهار يو بريټانوی سوداګر د دغه ډول انځور د اخيستلو لپاره راغی او اوس موږ برتانيا ته د انځورو لېږلو په اړه ورسره بحث کوو . دغه ډول انځورونه په قزاقستان، قرغېزستان او ازبکستان کې تود بازار لری. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای