CRI Online

د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدی

cri     (GMT+08:00) 2012-10-29 21:41:39

   

د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدۍ عمومي منيجر جاو ون جيانګ او د عمومي منيجر مرستيال جاويد محمود 

 

درانو اورېدونکو! ټولو ته معلومه ده چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريز همکاری لا نژدې ده. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی او وروستيو پنځو کړيو کې تاسو ته په پاکستان کې د چيني تصديو په اړه ځنځيري خپرونې وړاندې کوم. ستاسی د پاملرنې مننه کوم.

په ٢٠٠٦ کال کې پاکستان ته د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدۍ د جوړېدو يادښت لاسليک شو. په ٢٠٠٧ کال کې نوموړی تصدی په رسمي توګه جوړه شوه چې د چين د انکشافي بانک او د پاکستان د ماليې وزارت په جلا جلا توګه په دغه تصدی کې يو سل مليارډه امريکايي ډالره واچول چې دغه پيسې د صنايعو او بنسټيزو تاسيساټو په برخو کې د پانګونې لپاره استعمالېږي.

د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدۍ عمومي منيجر جاو ون جيانګ وويل، دې تصدۍ په تېرو پنځو کلونو کې نه يوازی په پاکستان کې د چيني تصديو له خوا د پانګه اچولو لپاره مشاورې او پولي خدمتونه ، بلکې پاکستاني تصديو لپاره د پيسو او پورونو د برابرولو او د چيني تجهيزاتو د اخيستلو او د پروژو د جلبولو خدمتونه کړي دي. د دې تصدۍ تر هڅې لاندې ٢٢ پروژې د جوړېدو او بحث کولو په حال کې دي.

(( دغو پروژو د پاکستان ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ته ګټه رسولې او په پاکستان کې د چيني تصديو د تجهيزاتو او تاکنالوژۍ د صاردولو لپاره يې زمينې برابرې کړې دي. لومړی، زموږ تصدی په پاکستان کې د چيني تصديو د پانګه اچولو لپاره پورونه برابروي. دوهم، د هغو پاکستاني تصديو ملاتړ کوي چې چيني تجهيزات يې اخيستي دي . درېيم، د چيني او پاکستاني تصديو ګډو شرکتونو ته پورونه ورکوي. څلورم، د هغو چيني تصديو لپاره پل جوړوي يا د سوداګرۍ او پيسو راغونډولو په برخه کې مرسته کوي چې غواړي له پاکستان څخه توليدي وسايل او اومه مواد واخلي. ))

د طارق تصدۍ له چيني تصدۍ څخه د ښيښو د توليدولو وادرې شوې کرښې

د طارق په نامه تصدی چې په لاهور کې پرته او په پاکستان کې د ښيښو توليدولو لومړی لويه تصدی ده، د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدۍ په مرسته د ياو هوا په نامه له چيني تصدۍ څخه د ښيښو د توليدولو کرښې واردې کړې دي، دغه راز نه يوازې توليدي سويه او موثريت يې لوړ شوی بلکې د چين او پاکتسان د ګډې پانګونې له تصدۍ څخه پورونه اخيستي دي. د طارق تصدۍ عمومي منيجر طارق بيګ د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدۍ له مرستو څخه ژوره مننه څرګنده کړه.

(( د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدی زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې له چيني تصدۍ سره يې زموږ په همکاری کې د پل جوړولو رول لوبولی. د ياو هوا تصدۍ يې موږ ته معرفی کړې ده، چيني تصدۍ زموږ د حالت له معلومولو وروسته له موږ سره په خبرو اترو پيل وکړ.))

د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدۍ د عمومي منيجر مرستيال جاويد محمود وويل چې زموږ تصدۍ د چيني تجهيزاتو د واردولو او د چيني تصديو د عصري تکنالوژۍ او ادارې د زده کولو په برخو کې له پاکستاني تصديو سره زياتې مرستې کړې دي.

(( زما په اند، د چين او پاکستان د ګډې پانګونې تصدۍ جوړونه يو ارزښتناک کار دی. دی تصدی په پاکستان کې د پرمختيايي پروژو د پانګونې لومړی لوی پولي اورګان دی. موږ د پاکستان او چيني تصديو لپاره د پانګه اچولو زيات فرصتونه برابروو، پاکستاني تصدۍ له چيني تصديو سره د همکارۍ څخه نوی تکنالوژی او د ادارې لارې چارې زده کولای شي، دغه راز دوی به د ځينيو چيني تصديو په شان سترې تصدۍ وګرځي او د پاکستان اقتصاد ته به پرمختګونه ورکړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای